د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۰:۱۸

د ايران د اټمي موافقې د لغوه کېدو په اړه اندېښنې


د امریکا ولسمشريزو انتخاباتو کې د ډونالډ ټرمپ له بريا وروسته، د ايران د اټمي موافقې په اړه اندېښنې زیاتي شوي دي.

ډونالډ ټرمپ د روان کال په مارچ مياشت کې اسرايل پلوه لابيستانو ته ويلي وو: له ایران سره اټمي موافقه يو ناورین ده او د دې لغوه کول به يې له لومړيتوبونو څخه وي.

یوه ورځ وروسته له هغه چې ټرمپ ولسمشر انتخاب شو، څېړونکي له نيږدې ګوري چې ايا دی به د خپلې دندې له پيلولو وروسته خپل دغه تهديد عملي کړي که نه.

څو ساعته وروسته له هغه چې ټرمپ بريالی اعلان شو، تهران د دغو اندېښنو له مخې وويل چې دغه موافقه نه‎ده لغوه شوې.

د ايران ولسمشر حسن روحاني
د ايران ولسمشر حسن روحاني

د ايران ولسمشر حسن روحاني په دولتي تلويزیون کې د وينا پرمهال وويل:

"ايران د اټمي موافقې په اړه فکر کوي چې دا موافقه د حکومتونو ترمنځ نه وه بلکه د ملګرو ملتوتو د امنيت شورا د قوانينو له مخې تائيد شوې وه. هېڅ امکان نشته چې دا موافقه به د يوه حکومت له‎خوا تغير شي."

دغه موافقه د ۲۰۱۵ میلادي کال جولای مياشت کې د واشنګټن، مسکو او ګڼ نورو لويديځ هېوادونو په منځګړيتوب د ايران د اټمي پروګرام د محدودولو په هدف لاسلیک شوه او په بدل کې يې پر ايران لګېدلي اقتصادي بنديزونه ليرې کړل.

ګڼ شمېر جمهوري غوښتونکو شکونه درلودل چې دا موافقه به يوازې د ايران وړتيا وځنډوي چې د اټمي بم جوړولو لپاره کافي يورانيم غني کړي.

همدا راز د اسرائيل صدراعظم بنيامن نتنياهو هم د امریکا کانګریس ته وويل چې دغه موافقه به بل هېڅ ونه‎کړي بلکه له ايران سره به په اټمي وسلو تر لاسه کولو کې مرسته وکړي.

ويل کېږي د ټرمپ په اداره کې به د نتنياهو د خبرو هرکلی ځکه وشي چې د نوومبر په نهمه نېټه نتنياهو اعلان وکړ چې له ټرمپ سره یې ټليفوني خبرې وکړې او ټرمپ دی واشنګټن ته د سفر لپاره وروباله.

د ملګرو ملتونو څارونکو په مې میاشت کې ویلي وو چې ايران د يورانيم او درنو اوبو کچه د موافقې له مخې ساتلې ده او دا خبره بېرته د نوومبرپه نهمه نېټه په څلورمياشتني راپور کې تکرار شوه.

ټرمپ ويلي و چې تردې به يې د ښې موافقې لپاره مذاکرات کړي و او پر ایران به يې تر دې زيات بنديزونه لګولي وای.

خو ده اشاره کړې وه چې د موافقې په بشپړه توګه له‎منځه وړل به ورته ګران کار وي.

په واشنګټن کې د سپينې ماڼۍ وياند جاش ارنسټ د پنجشنبې په ورځ خبريالانو ته وويل چې تلونکی حکومت اټومي موافقې ته ژمن دی.

XS
SM
MD
LG