د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۲۸

غوراوي کمېټه وايي په خپل ټاکل شوي وخت یې کارونه بشپړ کړي


له اوږده انتظار او د غوراوي کمېټې په کارونو کې له ډېرو انتقادونو وروسته انتخاباتي کمېسیونونو کې د غړیتوب لپاره د ټاکونکو کسانو وروستۍ لېست تیار شوی چې د چارواکو په باور د چهارشنبې په ورځ به جمهوري ریاست ته وسپارل شي.

د غوراوي کمېټې یوه غړي یوسف رشید ازادي راډيو ته وویل چې دوی په خپل ټاکلي وخت خپل کارونه بشپړ کړي دي.

د غوراوي کمېټې یوه غړي یوسف رشید
د غوراوي کمېټې یوه غړي یوسف رشید

دی وايي:

"د غوراوي کمېټې کارونه بشپړ شوي دي، موږ توانیدلي یو چې د دویم پړاو او مرکو څخه وروسته ۲۱ تنه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او ۱۵ نور کسان د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون ته وټاکو او ټاکل شوې چې همدا نن د جمهور رئیس او حکومتي چارواکو سره لیده کاته ولرو، هغه لېست به رسماً دوی ته وسپارو او بیا به یې له خلکو سره شریک کړو."

ټاکل شوې چې جمهور رئیس د غوراوي کمېټې له‎خوا د معرفي شوېو کسانو له ډلې ۷ تنه د انتخاباتو خپلواک کمېسیون او ۵ نور د انتخاباتي شکایتونو کمېسیون د کمېشنرانو په توګه وټاکي.

د ملي وحدت حکومت له جوړېدو سره د حکومتي مشرانو یوه ژمنه دا وه چې د افغانستان انتخاباتي نظام کې اصلاحات راولي.

جمهور رئیس غني د دې هدف د پوره کېدو لپاره د انتخاباتو اړوند تقنیني فرمانونه دوه ځله ملي شورا ته ولېږل ملي شورا رد او لازمه نتیجه ترلاسه نه‎شوه.

خو جمهور رئیس د ملي شورا ژمنیو رخصتیو په وخت کې یو ځل بیا تقنیني فرمان صادر او د وزیرانو شورا له‎خوا د تصویب وروسته یې توشیح کړ.

د انتخاباتو د نوي قانون له توشیح وروسته انتخاباتي کمېسیونونو لپاره غوراوي کمېټې په خپل کار پیل وکړ.

د دې کمېټې غړي وايي چې کارونه یې له صفره پیل کړل او د ۳۰ ورځو په موده کې یې په ځانګړو طرزالعملونو، د ارزونې په لارو چارو او د غوښتنلیک ورکوونکو د اسنادو په څېړلو یې په جدیت او شفافیت سره کارونه ترسره کړي دي.

خو د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ یا ټیفا وايي چې د غوراوي کمېټې کارونه له تخینکې اړخه او شفافیت برخه کې ستونزې لري او د نوو کمېشنرانو انتخاب ته خوشبینه نه‎دي.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ یا ټیفا مشر محمد نعیم ایوب زاده
د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ یا ټیفا مشر محمد نعیم ایوب زاده

د دې بنسټ مشر محمد نعیم ایوب زاده وویل:

"زه ډېر خوشبین نه‎یم ځکه چې ممکن ډېر کمزوري او د کارونو سره نوي کسان معرفي شي او بیا د جمهوري ریاست له‎خوا هم هڅه وشي چې مسائل قومي کړي، له داسې لارو دوی استفاده وکړه چې خپلواکي او شفافیت یې تر پوښتنې لاندې راوستلای شي."

ښاغلی ایوب‎زاده د تصمیم نیونې پټه پروسه، د غوښتنلیک ورکوونکو د لېست په اړه معلوماتو ته د خلکو نه لاس رسی، د حکومت مداخله او د کمېټې د کار محل ته نه لاس رسی هغه مثالونه یادوي چې د ده په باور شفافیت یې له پوښتنې سره مخ کړی دی.

یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG