د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۰

غوراوي کمېټه: د مرکو پایلې به ډېر ژر ولسمشر ته وسپارل شي


د انتخاباتي کمېسیونونو د غوراوي کمېټه وایي، کوښښ کوي هغه کسان چې وروستي لېست ته یې لاره موندلې د د دوی د مرکو نتایج تر چهارشنبې پورې وروستي او لېست یې ولسمشر ته واستوي.

د دغه کمېټې یو غړي یوسف رشید د دوشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، د ۷۲۰ غوښتنلیکونو نه اوس مهال ۴۲ کسانو د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون احتمالي غړو او ۳۰ کسانو د انتخاباتي شکایتونو د اورېدلو کمېسیون غړیتوب ته لار موندلې ده.

د انتخاباتي کمېسیونونو د غوراوي کمېټې غړی یوسف رشید
د انتخاباتي کمېسیونونو د غوراوي کمېټې غړی یوسف رشید

ښاغلي رشید زیاته کړه:

"د غوراوي کمېټې کار تقریباً وروستې کاري مرحلې ته رسیدلې دی، موږ وکړای شول چې د تېرې ورخې تر پایه پورې، د دوهم پړاو مرکو د ټولو هغو کسانو سره چې د مخکښو کسانو په لېست کې وو مرکې پای ته ورسوو، په دغه لېست کې ۴۲ کسه د انتخاباتو کمېسیون لپاره او ۳۰ تنه د انتخاباتي شکایتونو د اورېدلو کمېسیون ته وو، زموږ ټول کوښښ دا دی چې د نن او سبا د مرکو نتایج وروستي کړو او د چهارشنبې په ورځ یې ولسمشر ته واستوو."

ښاغلي رشید وویل، د دغو کسانو له ډلې چې وروستي پړاو ته یې لاره موندلې ۲۱ کسان د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون د غړیتوب او ۱۵کسان د شکایاتو د کمېسیون لپاره په لېست کې شاملېږي.

د دغه کمېټې د کار په وروستیو کې به ولسمشر د غوراوي کمېټې له‎خوا د دغو معرفي شویو کسانو څخه ۷ کسان د انتخابانو د خپلواک کمېسیون د غړو او پنځه نور د انتخاباتي شکایتونو د کمېسیون د غړو په توګه وټاکي.

د انتخاباتي کمېشنرانو د غوراوي کمېټې شاوخوا یوه میاشت مخکې د انتخاباتو کمېسیون د غړو د انتخابولو په هدف په کار پیل وکړ .

د دغه کمېسیون مسؤلین وایي، د دغه کمېټې کار په شفاف ډول، د اسنادو په وړاندې کولو او پرته له کومې ستونزې وروستیو پړاونو ته رسېدلی دی.

خو د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ یا ټیفا وایي چې د غوراوي کمېټې کار د شفافیت او تخنیکې پلوه ستونزې درلودې.

محمد نعیم ایوب‎زاده
محمد نعیم ایوب‎زاده

د دغه بنسټ رئیس محمد نعیم ایوب‎زاده په دې اړه داسې وویل:

"د غوراوي کمېټې د کار پر څرنګوالي بحث د شفافیت او د شفافیت د معیارونو له پلوه چې په ټیفا پورې اړه لري ستونزې لري، د طرزالعمل نقض، د کړن‎لارې د نقض بحث، د حکومت په ځانګړي توګه د چارو د ادارې د لاس‎وهنې بحث، د پوښتنو د مطرح کولو مسئلې له تخنیکې اړخه خپلې ستونزې درلودې. داسې ویلای شو چې د غوراوي د کمېټې ۳۰ سلنه کارونه تر اوسه پورې شفاف نه وو."

ټیفا په داسې حال کې د غوراوي د کمېټې په کار کې د شفافیت د نشتوالي او د حکومت د مداخلې په اړه څرګندونې کوي چې ولسمشر په تېره کې د یادې کمېټې په کارونو کې لاس وهنه جرم ګڼلی و او ویلې یې و، هر چا د انتخاباتي کمېسیونونو د کمېشنرانو د غوراوي کمېټې په چارو کې لاس‎وهنه وکړه عدلي او قضاي اداروته به معرفي شي.

سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG