د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۳

ټيفا: د انتخاباتي نظام اصلاح تر نامه لاندې سیاسي مانور ترسره کېږي


د انتخاباتو د څار یو شمېر بنسټونه د انتخاباتو د قانون تعدیلي طرحې ته په کتو وايي چې حکومت د منلو وړ انتخاباتو ترسره کېدو ته لېوالتیا نه‎لري.

ټیفا یا د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ وايي چې افغان حکومت هڅه کوي د انتخاباتي نظام اصلاح تر نوم لاندې سیاسي مانور ترسره کړي.

د دې بنسټ مشر محمد نعیم ایوب‎زاده د چهارشنبې په ورځ ازادي راډيو سره په خبرو کې د انتخاباتو په اړه د حکومت اصلاح شوې طرحې ته په کتو وویل چې افغان حکومت اوس هم د منلو وړ انتخاباتو ته لېواله نه‌دی.

هغه وايي چې د انتخاباتو قانون په وروستۍ اصلاح شوې طرحه کې د انتخاباتو د څار بنسټونو سره مشوره نه‎ده شوې او داسې برېښي چې د انتخاباتي اصلاحاتو کمېسیون وړاندیزونه هم په پام کې نه‎دي نیول شوي.

د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ مشر محمد نعیم ایوب‎زاده
د افغانستان د شفافو انتخاباتو بنسټ مشر محمد نعیم ایوب‎زاده

ښاغلي ایوب‎زاده زیاته کړه:

"معلومېږي چې حکومت تر اوسه هم د انتخاباتي اصلاحاتو او د شفافو انتخاباتو ترسره کولو لپاره اراده نه‌لري، بیا هڅې کوي چې یو سیاسي مانور ترسره کړي او عامه افکار وغولوي، حکومت به داسې کار ونه‎کړي چې افغانان‌یې د کېدو هیله لري."

دا په‎ داسې حال کې ده چې حکومت د تېرې دوشنبې په ورځ د انتخاباتو د قانون اصلاح شوې طرحې د بشپړېدو خبر ورکړ او وايي چې راتلونکې اوونۍ به د کابینې غونډې ته وړاندې شي.

ارګ وايي چې د اصلاح شوې طرحې له تصویبېدو سره به جمهور رئیس د انتخاباتي نظام د اصلاح په خاطر درېیم فرمان صادر کړي.

د ایوا یا د "افغانستان انتخاباتو څار بنسټ" د مشرتابه شورا غړی شاه محمود مل وروستیو هڅو ته په کتو سره وايي چې د انتخاباتي نظام اصلاح له خپل اصلي لوري بدله شوې ده.

هغه ازادي راډیو ته وویل چې بېلابېلې ډلې په دې پروسه او راتلونکو انتخاباتو کې د مداخلو لټه کوي.

خو د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د انتخاباتو د قانون اصلاح شوې طرحه یو طرفه نه‎ده بلکې له ټولو خواوو سره په مشورې ترتیب شوې ده.

د جمهور رئیس غني ویاند هارون چخانسوري ازادي راډیو ته وویل چې د طرحې له لوستلو مخکې قضاوت غېر عادلانه کار دی.

د جمهور رئیس غني ویاند هارون چخانسوري
د جمهور رئیس غني ویاند هارون چخانسوري

ښاغلی چخانسوري وايي:

"له دوستانو څخه زموږ هیله دا ده، که دوی وايي چې دا طرحه یوه اړخېزه ترتیب شوې، خو نه دا طرح د دوی د مخکینو وړاندیزونو او مشورو پر اساس وروستۍ شوې ده، دوی کولای شي وروسته په‎ دې اړه جزئیات وګوري او خپلې ملاحظې وړاندې کړي یا ورباندې بحث وکړي، اول دې طرحه وګوري او وروسته دې ورباندې منصفانه بحث وکړي."

له دې ټولو سره-سره د انتخاباتو څار بنسټونه ټینګار کوي چې که چېرې د انتخاباتو په پروسه کې ریښتیني بدلونونه رامنځته نه‌شي نړیواله ټولنه به خپلې مرستې کمې او پړه به‌یې بیا د حکومت په غاړه وي.

دوی په ټينګار سره وايي چې حکومت باید د پخوانیو ژمنو له مخې په دې اړه اقدمات وکړي او د نړیوالې ټولنې ښه ملاتړ ترلاسه کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG