د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۸

ارګ: د انتخاباتي قانون اصلاح شوې طرحه د کابینې تصویب ته چمتو شوه


د افغانستان جمهوري ریاست وايي چې د انتخاباتو د قانون اصلاح شوې طرحه بشپړه شوې ده.

د جمهور رئیس ویاند وايي چې یاده اصلاح شوې طرحه به د کابینې په راتلونکې غونډه کې تصویب او ورپسې به جمهور رئیس د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه درېیم تقنیني فرمان صادر کړي.

د جمهور رئیس ویاند محمد هارون چخانسوري د دوشنبې په ورځ رسنیو ته په لېږلي پیغام کې ویلي چې د انتخاباتو اصلاح شوې طرحه د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون له وضاحت او نظر وروسته بشپړه شوې ده.

ښاغلی چخانسوري وايي چې د دې طرحې له تصویب سره به جمهور رئیس د انتخاباتي اصلاحاتو د تطبیق په خاطر درېیم تقنیني فرمان صادر کړي.

محمد هارون چخانسوري
محمد هارون چخانسوري

هغه زیاته کړه:

"د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون د حقوقي نظر له اخیستلو وروسته د ملي وحدت حکومت رهبري پلاوي ډېرې غونډې جوړې کړې په کومو کې چې حقوقي او تخنیکي مسایل وڅېړل شول، د تېر ماښام په غونډه کې پرېکړه وشوه چې د انتخاباتو د قانون اصلاح شوې طرحه چمتو ده تر څو کابینې ته د تصویب لپاره ولېږل شي."

ارګ وايي چې دا اقدام‌یې د انتخاباتي نظام د اصلاحاتي بهیر د ګړندي کېدو په خاطر کړی دی.

په دې اړه د ارګ څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې وروستۍ شوې طرحه د انتخاباتي اصلاحاتو کمېسیون د وړاندیزونو پر بنسټ، د مدني ټولنو، سیاسي ګوندونو او د نړیوالو سازمانونو د نظرونو او مشورو په رڼا کې تدوین شوې ده.

ارګ: دا اقدام د انتخاباتي نظام د اصلاحاتي بهیر د ګړندي کېدو په خاطر شوی.
ارګ: دا اقدام د انتخاباتي نظام د اصلاحاتي بهیر د ګړندي کېدو په خاطر شوی.

جمهور رئیس غني د ملي شورا له‌خوا د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د دوه پرله‌پسې تقنیني فرمانونو له ردېدو وروسته شاوخوا درې اوونۍ وړاندې د اساسي قانون پر تطبیق د څار کمېسیون څخه د ستونزې د هواري غوښتنه کړې وه.

یاد کمېسیون بیا د اساسي قانون د ۷۹ مادې له مخې وویل چې جمهور رئیس د ملي شورا د رخصتیو په وخت کې د انتخاباتو او انتخاباتي کمېسیونونو په اړه هر ډول تقنیني فرمان صادرولای شي.

د دې کمېسیون په حقوقي نظر کې راغلي چې د تقنیني دورې په وروستي کال دا فرمان ملي شورا ته له وړاندې کولو پرته د پلي کېدو وړ دی.

د انتخاباتو د څار بنسټونو د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه له ګونګ حالت څخه د وتلو هرکلی کړی او وايي چې لا نورو عملي اقداماتو ته سترګې په لار دي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG