د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۳۰

چخانسوري: ارګ به د انتخاباتو په اړه مهم پرمختګونه اعلان کړي


هارون چخانسوري
هارون چخانسوري

د افغانستان جمهوري ریاست وايي، ډېر ژر به د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو په اړه مهم پرمختګونه اعلان شي.

د ارګ ویندوې محمد هارون چخانسوري پرون چهارشنبې ازادي راډیو ته وویل، ولسمشر محمد اشرف غني به د شفافو او عادلانه انتخاباتو د ترسره کېدو لپاره په نږدې ورځو کې له سیاسي شخصیتونو، د خلکو له یو شمېر استازو او قومي مشرانو سره غونډه وکړي.

د هغه په وینا، حکومت د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې او انتخاباتي اصلاحات د ولس غوښتنه ده، د ټاکنیز بهیر د تنظیم لپاره په جدیت کار کوي او د دې پروسې پر شفافیت او عادلانه ترسره کېدو ټینګار لري.

ښاغلي چخانسوري زیاته کړه چې په نږدې ورځو کې به د ټاکنو په اړه یوه مشورتي غونډه وشي او ولسمشر محمد اشرف غني به د دې بهیر د څرنګوالي او اصلاحاتو په اړه د خلکو د استازو، قومي مشرانو او سیاسي شخصیتونو نظر واخلي.

چخانسوري:د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې او انتخاباتي اصلاحات د ولس غوښتنه ده.
چخانسوري:د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو ټاکنې او انتخاباتي اصلاحات د ولس غوښتنه ده.

ولسمشر غني پرون هم د ټاکنو په ګډون په یو شمېر ملي مسایلو د مشورې لپاره د ملي حراست شورا له غړو سره غږېدلی دی.

هغه ټینګار وکړ چې د دې غونډې د پایلو په رڼا کې د ټاکنو او اصلاحاتو په ارتباط مهم پرمختګونه اعلان شي.

هارون چخانسوري زیاته کړه:

"د انتخاباتو ترسره کېدل او د انتخاباتو اصلاحات د افغانستان د خلکو او سیاسیونو غوښتنه ده. په راتلونکې غونډه کې به د شفافو ټاکنو د ترسره کېدو او د خلکو د باور خپلولو لپاره د لازمو اصلاحاتو راوستلو په اړه خبرې کیږي. په ځانګړي ډول، د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ستونزو د حل پر لارو چارو به خبرې وشي چې زیات وخت نه نیسي او تاسې به ښايي په راتلونکې یوه اوونۍ یا لسو ورځو کې د ټاکنو په کار او اصلاحاتو کې له پرمختګونو خبر شئ. "

ښاغلي چخانسوري همدا راز څرګنده کړه چې ښاغلي غني د انتخاباتو په اړه له خپلو نړیوالو شریکانو سره هم غږېدلی او د انتخاباتو لپاره یې د نړیوالو مرسته کوونکو هېوادونو او سازمانونو مالي او تخنیکي ملاتړ خپل کړی دی.

د ولسمشرغني ویندوې په داسې حال کې د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو د بهیر په اړه د پرمخګتونو خبره کوي چې د افغانستان ملي شورا روانه اوونۍ، د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان رد کړ.

ولسمشر غني له ملي شورا غوښتنه کړې وه چې د دوبي د رخصتیو تر پیل مخکې، په دې اړه بحث وکړي او خپلې پریکړې اعلان کړي.

هارون چخانسوري ازادي راډیو ته وویل، د ولسمشر غني ډیموکراټیکو بهیرونو ته د تعهد له مخې د ملي شورا د وروستۍ پریکړې درناوی کوي خو دا په دې معنی نه ده چې د ټاکنیزو اصلاحاتو لپاره د خلکو غوښتنې به له پامه غورځول کیږي.

هارون: ولسمشر غني ډیموکراټیکو بهیرونو ته د تعهد له مخې د ملي شورا د وروستۍ پریکړې درناوی کوي
هارون: ولسمشر غني ډیموکراټیکو بهیرونو ته د تعهد له مخې د ملي شورا د وروستۍ پریکړې درناوی کوي

د ولسمشر د ویندوې پرته له دې چې ډېر جزیات ورکړي، ازادي راډیو ته وویل چې په دې اړه نورې قانونې لارې شته او حکومت به د ټاکنیزو اصلاحاتو د عملي کولو لپاره کار ورڅخه واخلي.

هارون چخانسوري زیاته کړه:

"حکومت له ملي شورا دا توقع درلوده او لرې ېې چې د خلکو د دې غوښتنې د پرځای کېدو لپاره چې باید انتخابات وشي او اصلاحات عملي شي، دا فرمان تایید کړي. په دې اړه مذاکرو تر اوسه نتیجه نه ده ورکړې، موږ منتظر یو چې فرمان تایید کړي خو دا په دې معنی نه ده چې حکومت د انتخاباتو کار پرمخ نه بیايي. حکومت په دې ارتباط په نورو قانوني لارو په بحث لګیا دی."

د رپوټونو پر اساس، ټاکل شوې چې د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراوو انتخابات د روان کال د میزان په ۲۴ ترسره شي.

XS
SM
MD
LG