د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۳۶

سرخط: د افغانستان او امریکا اړیکې نوي پړاو ته ننوتي


د کابل چاپ نننیو ورځپاڼو خپل مطالب او تبصرې تر ډيره کابل ته د امریکا د لوی درستیز سفر او د انتخاباتي سیستم اصلاح ته ځانګړي کړي دي.

هېواد دولتي ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي، د امریکا د پوځ لوی درستیز جنرال جوزف ډانفورد پرون په کابل کې یو ځل بیا ژمنه وکړه چې د افغان ځواکونو تمویل او تجهیز ته به دوام ورکوي.

په سرمقاله کې راغلي، امریکا او نور هېوادونه باید دا درک کړي چې پاکستان ترورېزم روزي او همدغه ترهګر په افغانستان، هند او چین کې تخریبي فعالیتونه کوي.

د سرمقالې لیکوال ویلي، افغان حکومت په خپله خاوره کې د عمر نري په نوم هغه وسله وال کس وواژه چې د پاکستان د پوځ پر ښونځي خونړي برید کې یې لاس درلود، د ورځپاڼې په باور، افغان حکومت له پاکستانه هم ورته تمه لري چې مخالفین یې له منځه یوسي، نه دا چې امن ځای ورته برابر کړي.

سرخط ورځپاڼې بیا په یوه تحلیلي مطلب کې لیکلي، په تېرو لسو ورځو کې دا دویم ځل دی چې لوړپوړي پوځي امریکایي چارواکي کابل ته سفر کوي.

په مطلب کې راغلي، په لسو ورځو کې کابل ته د امریکا د دفاع د وزیر او لوی درستیز سفرونه په دې معنا دي چې د افغانستان او امریکا ترمنځ اړیکې نوي پړاو ته ننوتلي دي.

د مطلب لیکوال ویلي، دغه سفرونه وروسته له هغه کیږي چې د امریکا ولسمشر بارک اوباما د افغانستان په اړه خپله پالیسي بدله کړه او وې ویل چې له افغانستانه به یې ځواکونه په تدریجي ډول وځي.

په مطلب کې راغلي، له تروریزم سره د پوځي مبارزې سربیره باید دې ته هم هڅه وشي چې له فرهنګي لارې د خلکو پوهه لوړه او د افراطیت او سخت دریځۍ په وړاندې ودریږي.

ملي ارمان ورځپاڼې بیا خپله سرمقاله د ملي وحدت حکومت د نږدې دوه کلونو پوره کیدو او د انتخاباتي نظام د اصلاح لارو چارو ته ځانګړې کړې ده.

په سرمقاله کې راغلي، په راتلونکې سنبلې میاشت کې د حکومت دوه کاله پوره کیږي او د مشروعیت له نشتوالي سره مخ کیږي، خو د سرمقالې د لیکوال په باور، دوه کاله په داسې حال کې په پوره کیدو دي چې د انتخاباتو نظام نه دی اصلاح شوی او ولسي جرګه هم غواړي چې انتخابات ونه شي او دوی خپلو دندو ته دوام ورکړي.

اصلاح ورځپاڼې بیا په خپله سرمقاله کې لیکلي، حکومت د انتخاباتي نظام اصلاح او د انتخاباتو ترسره کولو ته ژمن دی.

په سرمقاله کې راغلي، حکومت په داسې حال کې د انتخاباتي نظام د اصلاح خبره کوي چې تراوسه د انتخاباتي اصلاح په اړه د ولسمشر فرمان له ګونګ برخه لیک سره مخ دی او معلومه نه ده چې د ملي شورا ګډه کمیټه به یې تائيد که رد کړي.

XS
SM
MD
LG