د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۲۷

ارګ د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه خپل راتلونکي پلانونه اعلانوي


د افغانستان جمهوري ریاست وایي، د ملي شورا له خوا د انتخاباتي اصلاحاتو د تقنیني فرمان له رد وروسته دوی پرېکړه کړې چې ژر په دې اړه خپل راتلونکي پلانونه اعلان کړي.

د جمهور رییس مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي ازادي راډیو ته وویل، حکومت تمه درلوده چې ملي شورا دا فرمان تصویب کړي خو هغوی برعکس رد کړ.

ښاغلي مرتضوي یاده نه کړه چې د انتخاباتو په اړه حکومت کوم مشخص پلانونه په پام کې نیولي دي.

د جمهور رییس مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي
د جمهور رییس مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي

دی وايي:

"حکومت تمه درلوده چې د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان د ملي شورا له خوا تصویب شي څو د انتخاباتو پروسه لا پسې چټکه شي. اوس چې دا فرمان رد شو حکومت په دې اړه نظریات ټولوي او ډېر ژر یعنې په څو ورځو کې به په دې اړه خپل پلانونه له خلکو سره شریک کړي."

جمهوري ریاست په داسې حال کې دا غبرګون وښود چې د ملي شورا یوه ګډ کمېسیون د انتخاباتي اصلاحاتو په اړه د ولسمشر تقنیني فرمان رد کړ او بېرته یې د ولسي جرګې عمومي غونډې ته وړاندې کړ.

تر دې مخکې اجراییه ریاست هم ویلي چې که د ولسمشر تقنیني فرمان رد شي دوی د انتخاباتو لپاره چمتووالی لري او د اصلاحاتو راوستلو لپاره به کوټلي ګامونه پورته کړي.

حکومتي چارواکو اعلان کړی چې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو انتخابات به د میزان په ۲۴ ترسره کوي هغه څه چې ډېر بنسټونه یې ناممکن بولي.

حسیني: د کمېسیون د غړېو اختلاف د دې لامل شو چې دا فرمان رد شي.
حسیني: د کمېسیون د غړېو اختلاف د دې لامل شو چې دا فرمان رد شي.

د ملي شورا له خوا د ولسمشرد تقنیني فرمان په اړه د بحث د ګډ کمېسیون یوې غړې او د مشرانو جرګې نایب منشي نجیبې حسیني ازادي راډیو ته وویل، د کمېسیون د غړېو اختلاف د دې لامل شو چې دا فرمان رد شي.

مېرمن حسیني زیاته کړه:

"د انتخاباتو کمېسیون او ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د دندو، واکونو او جوړښت د قانون په اړه پرون د مشرانو جرګې او ولسي جرګې د ګډ هییت غونډه وشوه. ولسي جرګې ویل چې دا فرمان باید رد شي او موږ یې تایید غوښت. د دې لپاره چې سره موافق نه شو دا مصوبه رد شوه."

د ملي شورا دغه ګډ کمېسیون په داسې حال کې د ولسمشر تقنیني فرمان رد کړ چې جمهور رئیس په خپله په یوه وینا کې له دغه کمېسیون وغوښتل چې د اوړي تر رخصتیو مخکې باید ملي شورا دا فرمان تصویب کړي.

خو د انتخاباتي چارو ماهرین بیا د اساسي قانون د ۱۰۹ مادې په اساس د ملي شورا د وروستي تقنیني کال پر مهال دې شورا ته د انتخاباتي قوانینو لیږل د قانون په خلاف بولي.

د ډیموکراسۍ د څار د بنسټ رییس ذکریا بارکزي ازادي راډیو ته وویل، حکومت باید ژر تر ژره د خلکو او نړیوالې ټولنې له هیلو سره سم د انتخاباتي کمېسیونونو غوراوي کمېټه جوړه او د اصلاحاتو لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

صفي الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG