د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۴۹

کلیمزی: د انتخاباتو په اړه دې د ولسمشر د فرمان برخلیک معلوم شي


د افغانستان د مشرانو جرګې اداري پلاوی وايي، د انتخاباتي نظام د اصلاحاتو اړوند، د جمهور رئیس اشرف غني په تقنیني فرمان لومړني بحثونه پیل شول.

د دې جرګې دویم مرستیال حسیب الله کلیمزي د سې شنبې په ورځ وویل، انتخابات د هېواد مهمه مسئله ده او د مشرانو او ولسي جرګې ګډه کمېټه به هڅه وکړي چې موضوع د ملت په ګټه پای ته ورسوي.

ښاغلي کلیمزي وویل، باوري دی چې ګډه کمېټه به پر خپلې پریکړې، په هېواد کې انتخاباتو ته لاره اواره کړي:

"څرنګه چې اختلاف کم او جزوي دي، بحث به پرې وکړو. هیله ده چې ډېر ژر موافقې ته ورسیږو.په مجموع کې هېوادوالو ته ډاډ ورکوم چې دا موضوع لویه اختلافي موضوع نه ده او هیله ده په دوه درې ورځو کې موافقه وشي."

د انتخاباتي نظام د اصلاحاتو په اړه د ولسمشر دویم تقنیني فرمان د ولسي جرګې له رد او د مشرانو جرګې له تائيد وروسته اوس مهال د ملي شورا په ګډه کمېټه کې تر بحث لاندې دی.

پر دغه فرمان باندې بحثونه د سې شنبې په ورځ د ولسي جرګې او مشرانو جرګې د ګډې شل کسیزې کمېټې له خوا پيل شول.

افغان چارواکو ویلي تر هغې چې د ملي شورا ګډه کمېټه د انتخاباتو اړوند د جمهور رئیس د تقنیني فرمان برخه لیک نه وي معلوم کړی، د غوراوي کمېټه هم خپل کارونه نه شي پيلولای.

د انتخاباتو د څار بنسټونه هیله ښيي چې د ملي شورا ګډه کمېټه دې د هېواد روان شرایط په پام کې ونیسي او ده فرمان دې تصویب کړی.

د فیفا یا د افغانستان د ازادو اوعادلانه انتخاباتو بنسټ د پارلماني مشاوریت غړي پاینده محمد حکمت ازادي رادیو ته وویل، د دې فرمان ځنډول د هېواد په ګټه نه دي:

"هر څومره چې دا فرمان ردیږي مو د ولسي جرګې او د ولسوالیو د شورا ګانو له انتخاباتو څخه وروسته پاتې کیږو. دا پر سیاسي، امنیتي او اقتصادي وضعیت ناوړه اغیز کوي او پر نظام د خلکو بې باوري زیاتیږي. هیله ده ګډه کمیټه دغه مسئله نهايي کړي."

د جمهور رئيس پر تقنیني فرمان د ولسي جرګې د مخالفو او د مشرانو جرګي د موافقو غړو بحثونه روان دي.

دا بحثونه تر اوسه له مطبوعاتو پټ ساتل شوي دي.

دا چې د جمهوررئیس تقنیني فرمان به د ملي شورا په ګډه کمېټه تایید شي او که نه، دا به وروسته معلومه شي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG