د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۸

شربت ګله له پاکستان نه افغانستان ته ستنه شوه


پاکستاني چارواکو پرون سې شنبې شربت ګل د تورخم پولې ته ورسوله او هلته یې د افغانستان حکومت ته وسپارله.

د ازادي راډیو خبریال وايي چې شربت ګل پرون شپه افغان لوري ته سپارل شوې ده.

هغه په پاکستان کې له خپلو څلورو ماشومانو سره له قانوني اسنادو پرته د اوسېدو په تور نیول شوې او زنداني شوې وه.

د پاکستان جیو ټلویزیون بېګا یوه ښځه چې چادري یې پر سر وه ښکاره کړه چې پاکستاني ډیپلوماټانو د تورخم په لور روانه کړې وه.

شربت ګل څلویښت کلنه ده او بچیان یې افغانستان ته رسېدلي دي.

افغانستان ته د شربت ګل د ستنېدو لپاره به ځانګړي مراسم جوړ شي چې ولسمشر محمد اشرف غني به هم ګډون پکې وکړي.

دارګ مطبوعاتي دفتر وايي چې په کابل کې د شربت ګل او د هغې د کورنۍ د استوګنې تدابیرهم نیول شوي دي.

XS
SM
MD
LG