د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۱۶

زاخېلوال: شربت ګله به راتلونکې دوشنبه افغانستان ته ستنه شي


په اسلام اباد کې افغان سفیر حضرت عمر زاخېلوال وايي، شربت ګله په پاکستان کې له زندانه خوشي شوې او ټاکل شوې د دوشنبې په ورځ له کورنۍ سره افغانستان ته ستنه شي.

عمر زاخېلوال چې د شربت ګلې د زنداني کېدو له لومړۍ ورځې څخه یې د دې د خوشي کېدو لپاره پراخه هڅې کړي نن یې د محکمې له فیصلې وروسته په خپله فیسبوک پاڼه کې ولیکل:

زاخېلوال: د وعدې مطابق به شربت ګله راتلونکې دوشنبې افغانستان ته سته شي.
زاخېلوال: د وعدې مطابق به شربت ګله راتلونکې دوشنبې افغانستان ته سته شي.

"د وعدې مطابق به شربت ګله راتلونکې دوشنبې بېرته هېواد ته ستنه شي، کابل ته په رسېدو سره سم به یې ولسمشر هرکلی وکړي او شخصي مېلمنه به یې وي او هېواد کې د بېرته ځای پر ځای کېدو کې به ورته خاصه پاملرنه وکړي."

د پاکستان فدرالي تحقیقاتو ادارې"FIA" یوولس ورځې مخکې شربت‎‎ ګله په دې تور ونیوله چې په پاکستان کې په جعلي اسنادو اوسېږي.

شربت ګله چې د پېښور په ليډرینګ روغتون کې بستري وه له روغتون نه زندان ته بوتلل شوه او یوولس شپې ورځې د محکمې تر حکمه په زندان کې وه.

خو د شربت ګلې مدافع وکیل محسن داور نن د مشال راډیو سره په خبرو کې وویل چې د پاکستان د فدرالي تحقیقاتو محکمې شربت ګلې ته پر دې لګولي تورونه واورول او شربت ګلې هغه ومنل، وروسته قاضي خپله فیصله واوروله.

محکمې فیصله وکړه چې شربت ګله دې پنځلس ورځې قید تېر کړي او څه نا څه ۸۰۰۰۰ پاکستانۍ کالدارې جریمه دې ورکړي، خو د دې دا قید د ې د زنداني کولو له ورځې حسابېږي.

وکیل محسن داور وایي:

"له هغې ورځې نه چې دا قید شوې له هغې ورځې نه ده دا قید حسابېږی، لس یولس ورځې زما په اند تېرې شوي یو څو ورځې نورې پاتې دي."

خو عمر زاخېلوال وايي چې شربت ګله پاکستان کې له ټولو قضیو سره چې له پولیسو سره یې لرلې خلاصه شوې ده.

شربت ګله د «هیپاتایت C» په ناروغۍ اخته ده، له دې امله به دا بېرته روغتون ته وړل کېږي.

ویل کېږي چې دې خپل خاوند او مشره لور هم د همدې ناروغۍ له امله له لاسه ورکړي دي.

اوس چې د دې پنځلس ورځې قید پوره شي نو له دې سره به څه چلند کېږی؟

محسن داور وایي:

"دا به ډيپورټ کېږی او بېرته به افغانستان ته لېږل کېږی او له پاکستان نه به ډیپورټ کېږي."

شربت‎ ګله هغه افغان مهاجره ده چې ۳۰ کاله مخکې د نېشنل جیوګرافیک مجلې نامتو عکاس سټیف مککیوري د دې انځور واخیست او بیا دا انځور د مجلې په لومړۍ پوښتۍ خپور او نړیوال شهرت یې وګاټه.

د بخښنې نړیوال سازمان چې مرکز یې لندن کې دی، د شربت‎ ګلې د نیول کېدو پېښه غندي.

XS
SM
MD
LG