د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۱ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۰۳

امریکا انتخابات: په وار له مخه رأیو کې کلېنټن مخکې ده


د امریکا د متحد ایالتونو د ولسمشرۍ انتخابات نن ترسره کېږي، خو د دغه هېواد انتخاباتي سیسټم له نورې نړۍ سره توپیر لري، په یو شمېر ایالتونو کې وار له مخه هم ځینې خلک چې د انتخاباتو په ورځ ستونزه لري، رأيې ورکولای شي. وار له مخه رأيې د پخوانیو انتخاباتو په پرتله دا ځل خورا زیاتې دي.

د امریکا د انتخاباتو څارونکي خبر ورکوي چې په امریکا کې تر انتخاباتو مخکې په بې سارې ډول رأيې اچول شوي دي.

د څارونکو په وینا تر ټولو ډیرې رأيې هسپانوي امریکایانو کارولي دي چې له دې سره داسې ښکاري چې د ډیموکراټ ګوند د کاندیدې هیلري کلېنټن پله په دې رائیو کې درنه شوې ده.

وار له مخه رأيې ورکول د انتخاباتو له ورځې پنځوس ورځې مخکې پیلېږي.

په امریکا کې مېشت د سیاسي چارو کتونکی شفیق همدم
په امریکا کې مېشت د سیاسي چارو کتونکی شفیق همدم

په امریکا کې مېشت د سیاسي چارو کتونکی شفیق همدم د دغو وار له مخه رائیو په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"په ځینو ایالتونو کې هم داخلي حزبي انتخابات او هم ملي انتخابات مخکې تر وخت ترسره کېږي. دلیل یې دا دی چې دغه انتخابات نه یوازې د جمهوري ریاست انتخابات دي، دا د ولایتي شوراګانو، کانګرس او سنا انتخابات هم دي. همدا علت دی چې دلته په امریکا کې دا رأيې ورکول له پخوا پیل شوي خو په نهایت کې ملي ورځ د نومبر اتمه ده."

اسوشیټېډ پرېس اژانس خبر ورکوي چې لږترلږه درې څلویښت اعشاریه دوه میلیونه کسانو د نوومبر تر اوومې نېټې پورې رأيې ورکړې دي او داسې اټکل کېږي چې وار له مخه تر پنځوس میلیونه ډیرې رأيې وکارول شي.

دا شمېره د امریکا د ټولو رائیو ورکوونکو څلویښت په سلو کې رأيې جوړوي.

په دوه زره دولسم کال کې شپږ څلویښت میلیونه کسانو د انتخاباتو تر ورځې مخکې رأيې ورکړې وې.

هسپانیایي امریکایانو په فلوریډا، نوادا او کلورادو کې وار له مخه رأيې ورکړې دي.

دا هغه ایالتونه دي چې ډونالډ ټرمپ باید په‎کې انتخابات وګټي څو سپینې ماڼۍ ته لاره پیدا کړي.

فلوریډا کې شپږ اعشاریه څلور میلیونه وار له مخه رأيې اچول شوي، د اسوشیټېډ پریس اژانس د راپور له مخې تر اټکل درې څلور برابره ډیرې رأيې ورکړل شوې دي.

دلته ډیموکراټانو نهه دیرش اعشاریه نهه فیصده او جمهوري غوښتونکو اته دیرش اعشاریه پنځه فیصده رأيې خپلې کړې دي.

شمالي کارولینا کې هم تر اټکل ډیرې رأيې اچول شوي، دلته ډیموکراتانو دوه څلویښت او جمهوري غوښتونکو ته دوه دیرش فیصده رايي ورکړل شوي.

د هیلري کلېنټن د کمپاین مسؤل روبي مووک وویل، وار له مخه نتیجې پر دې دلالت کوي چې ډیموکراټان به نن په ډاډه زړه رأيې ورکړي او اعتماد به یې پیدا کړی وي چې دوی مخکې دي.

مووک اې بي سي تلویزیون ته وویل، زه وار له مخه رائیو ته ډېر ځیر یم، په فلوریډا کې په تېرو دوو ورځو کې د پام وړ رأيې اچول شوي، همدا راز په شمالي کارولنیا او یو شمېر نورو سیمو کې چې زموږ لپاره یې نتیجه ډېره هڅوونکې او مثبته ده.

په نوادا کې هم د هیلري کلېنټن لپاره وار له مخه دوه څلویښت فیصده او ډونالډ ټرمپ ته شپږ دیرش فیصده رأيې ورکړل شوي دي.

ډونالډ ټرمپ بیا په وار له مخه رائیو کې په اریزونا، لووا او اوهایو کې مخکې دی.

په اریزونا کې ټرمپ څلویښت فیصده او هیلري کلېنټن څلور دیرش فیصده رأيې اخیستې دي.

XS
SM
MD
LG