د نوومبر اتمه نېټه چې سې شنبه ده، د امریکا خلک د خپل راتلونکي ولسمشر د ټاکلو لپاره د رایو مرکزونو ته ځي، خو دوی په مستقیم ډول خپل د خوښې وړ کاندید د ولسمشرۍ لپاره نه ټاکي او نه هم سل په سله کې سپینې ماڼۍ ته د دوی د خوښې وړ کاندید د تلو احتمال شته.
په حقیقت کې د دوی د مستقیمو رایو او د امریکا د ولسمشر د انتخابېدو ترمنځ یو منځګړی عمل کوي. دغه منځکړی انتخاباتي هیئت یا "کالج" نومېږي.
انتخاباتي هیئت په ۱۷۸۷ میلادي کې د عمومي رایو د جوړ جاړي په توګه رامنځته شو او د امریکا کانګرس ته یې اجازه ورکړه چې د هغه هېواد ولسمشر وټاکي.
د دغه انتخاباتي هیئت د رامنځته کولو یو هدف دا و چې پر لږ نفوس لرونکو ایالتونو د لویو ایالتونو د برلاسۍ مخه ونیسي.
امریکا کې هر ایالت په کانګرس کې د هغه ایالت د استازو په شمېر انتخاباتي هیئتونه لري.
د مثال په توګه د کالیفورنیا ایالت د استازو په مجلس کې ۵۳ غړي او په سنا کې دوه سناتوران لري، په دې ډول دغه ایالت ۵۵ انتخاباتي هیئتونه لري.
ورمونت او رهود ایلنډ ایالتونه چې لږ نفوس لري، یوازې درې انتخاباتي هیئتونه لري.
واشنګټن ډي سي هم درې انتخاباتي هیئتونه لري.
په دې ډول امریکا کې د انتخاباتي هیئتونو شمېر په عمومي ډول ۵۳۸ ته رسېږي.
د امریکا د مین Maine او نېبراسکا Nebraska پرته انتخاباتي هیئتونه هغو کاندیدانو ته رایې ورکوي چې په عمومي رایو کې بریالي شوي وي.
اوس مهال امریکا کې د ولسمشر کېدو لپاره د انتخاباتي هیئتونو جادویې شمېر ۲۷۰ دی چې هر کاندید یې له ګټلو سره د امریکا ولسمشر کیدای شي.
د انتخاباتي هیئت سیستم په دې معنی دی چې د عمومي رایو ګټونکی تل د ولسمشرۍ انتخاباتو ګټونکی نه دی.
مثلاً جورج ډبلیو بوش په ۲۰۰۰ کال کې عمومي رایو کې د تر خپل سیال لږې رایې واخېستلې، خو انتخاباتي هیئت کې یې اکثریت خپل کړ او د امریکا ولسمشر شو.
که کاندیدان په انتخاباتو کې مساوي رایې وګټي او یا هېڅ کاندید ونه توانېږي د انتخاباتي هیئت اکثریت خپل کړي، په هغه صورت کې د امریکا کانګرس کولای شي د هغه هېواد ولسمشر وټاکي.
په ۱۸۰۰ میلادي کال کې د امریکا کانګرس له دوو کاندیدانو توماس جفرسن Tomas Jeferson او آرون بورAron Burr څخه جفرسن د ولسمشر په توګه انتخاب کړ.