د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۱

فخري: که چارواکي خپله شتمني ثبت نه‌کړي څارنوالۍ ته معرفي کېږي


د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عالي اداره ټینګار کوي چې د لوړپوړو حکومتي چارواکو د شتمنیو ثبت له فساد سره د مبارزې برخه کې ګټور تمامېږي او دوی په دې برخه کې جدي دي.

د دغې ادارې مشر سید حسین فخري ازادي راډیو ته وویل، که پاتې دولتي چارواکي له ځنډ پرته خپلې شتمنۍ ثبت نه‎کړي دوی به‌یې د نومونو د افشا تر څنګ څارنوالۍ ته هم معرفي کړي.

د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عالي ادارې مشر سید حسین فخري
د اداري فساد پر وړاندې د مبارزې عالي ادارې مشر سید حسین فخري

ښاغلي فخري زیاته کړه:

"په راتلونکي کې موږ په دې برخه کې ډېر جدي اجرأت کوو او که مسؤلین جدي اجرأت ونه‎کړي موږ مجبور یو چې د هغوی لېست او شهرت خپور او خپل مسؤلیتونه رفع کړو."

په ورته وخت کې د ولسمشر ویاند هارون چخانسوري هم په کابل کې د یوې خبري ناستې پرمهال ټینګار وکړ چې ټول لوړ پوړي چارواکي باید خپلې شتمنې ثبت کړي.

ښاغلي چخانسوري همدا راز وویل، که کوم چارواکی د شتمنیو د ثبت په برخه کې ناسم معلومات ورکړي نو جدي او قانوني چلند به ورسره وشي.

چخانسوري: ټول لوړ پوړي چارواکي باید خپلې شتمنې ثبت کړي.
چخانسوري: ټول لوړ پوړي چارواکي باید خپلې شتمنې ثبت کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د شنبې په ورځ د افغانستان کابینې د فساد پر وړاندې د ستراتېژۍ د تطبیق قانون هغه ماده تعدیل کړه چې که دولتي چارواکي خپلې شتمنۍ ثبت نه‎کړي نو معاشونه او نور امتیازونه به‌یې وځنډېږي.

د فساد پر وړاندې د مبارزې عالي اداره وايي چې د ۱۱ والیانو په ګډون تر اوسه ځینو لوړ پوړو دولتي چارواکو خپلې شتمنۍ نه‌دي ثبت کړي.

ښاغلی فخري وايي، هیله‌مند دی چې د کابینې وروستۍ پرېکړه له دوی سره د شتمنیو ثبت کې مرسته وکړي.

د فساد پر وړاندې د مبارزې عالي ادارې شپږ کاله وړاندې د دولت د لوړپوړو چارواکو د شتمنیو د ثبت بهیر پیل کړ چې د همدې ادارې د مسؤلینو په خبره اکثره چارواکو خپلې شتمنۍ ثبت کړي او دغه پروسه هر کال تازه کېږي.

وړاندې د اداري فساد پر وړاندې مبارزې عالي ادارې ویلي چې د دوی د لېست له مخې باید ۱۷۰۰ لوړپوړي دولتي چارواکي خپلې شتمنۍ ثبت کړي.

یو شمېر افغان کارپوهان د فساد پر وړاندې د مبارزې برخه کې د حکومت دا ډول اقدامات سمبولیک بولي.

اقتصادي کارپوه سیف‌الدین سیحون وايي، په افغانستان کې د فساد پر وړاندې مبارزه خورا پېچلې ده او سپارښتنه‌یې دا ده چې حکومت باید د نمایشي اقداماتو پر ځای په رېښتیني ډول د فساد ریښې وچې کړي.

اقتصادي کارپوه سیف الدین سیحون
اقتصادي کارپوه سیف الدین سیحون

ښاغلي سیحون زیاته کړه:

"د افغانستان ستونزې ډېرې پېچلې او عمیقې دي د فساد پر وړاندې د مبارزې برخه کې د دولت کړن‎لاره ظاهري او نمایشي ده، که دولت د فساد د له‎منځه وړلو په وړاندې د مبارزې د جوړښت برخه کې بدلون رامنځته نه‎کړي نو نه‎شي کولای چې د فساد پر وړاندې سمه مبارزه مخ ته یوسي."

د ښاغلي سیحون په خبره افغانستان کې تر دې دمه د فساد پر وړاندې مبارزه یوازې په خبرو خلاصه شوې نو ځکه افغان ولس د دولت د لوړپوړو چارواکو د شتمنیو د ثبت په څېر بهیرونو ته د شک په سترګه ګوري او نوموړی دا د خلکو د تېر اېستلو یوه هڅه ګڼي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG