د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۲ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۶

یو شمېر چارواکي د شتمنیو د ثبت د پروګرام په مخ کې خنډونه جوړوي


مرستیال عبدالرزاق زلال
مرستیال عبدالرزاق زلال
په افغانستان کې د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ستراتیژۍ پر تطبیق د څارنې عالي ادارې چارواکي وايي، یو شمېر چارواکي د شتمنیو د ثبت د پروګرام په مخ کې خنډونه جوړوي او که چیرې له دې کاره لاس وانه خلي نو نومونه به یې افشا کړي.

دد ې ادارې مرستیال عبدالرزاق زلال وایي، چې یو شمېر چارواکي د خپلو شتمنیو په ثبتونو کې ناغیړي هم کوي.

(ځیني کسان په مختلفو بهانو سره لکه وایي، چې دا ارزش نه لري، داسې پروسې نتیجې ته نه دي رسیدلي، شاید مخفي او له موږ نه پټې دغه خبرې وکړي، لیکن زموږ په مخکې هیچا دا خبره نه ده کړې، چې موږ دا کار نه کوو.

هره پروسه چې نوې تطبیق کیږي ځان سره ستونزې لري، ځینې مخربین یې تخریبوي هم لیکن موږ امید واره چې دا د اساسي قانون حکم دی او دا به موږ عملي کوو).

ښاغلي زلال دغه خبرې په هغه غونډه کې چې د جایدادونو د ثبتولو په موخه جوړه شوې وه، ازادۍ راډیو سره په یوې ځانګړې مرکه کې وکړې.

د افغانستان د اساسي قانون او له فساد سره د مبارزې د ستراتیژۍ له مخې باید چې په هېواد کې ټول لوړ پوړي دولتي چارواکي له دوهم بسته پورته په یوې ځانګړې فورمه کې خپلې شتمنۍ ثبت کړي.

د عبدالرزاق زلالي په وینا، تر اوسه ۱۸ وزارتونه او ریاستونه له دوي سره د شتمنیو د ثبت په پروسې کې شامل شوي دي.

هغه زیاته کړه، په کابل کې ۱۷۰۰ کسان باید خپلې شتمنۍ ثبت کړ کړي، خو تر اوسه یې یوازې ۲۰۰ کسانو دغه کار کړی.

ښاغلي زلالي د یو شمېرو هغو چارواکو په شتمنیو کې ځینې ستونزې موندل شوي، چې تر اوسه خپلې شتمنۍ ثبت کړي او د شلو چارواکو د شتمنیو په اړه څیړنې پیل شوي:


(پروسږ کال او سږ کال اولس کسان چې پنځه وزیران او دولس یي مستقل رییسان دي تدقیق کړله او سږکال هم شپږ کسه نور رییسان او وزیران په کې شامل دي چې د دوي منقول او غیر منقول دارايي ګانې تشخیصیږي، د دوي جایداد چې په افغانستان کې دي دا د ښاروالي له خوا دي او ځمکه یې د کرنې وزارت له خوا دي او دغه کسان چې په بهر کې جایدادونه لري په بانکو کې پیسې لري موږ د افغانستان بانک له استخباراتو سره په تماس کې یو چې دوي له بهر نه موږ ته معلومات را غونډوي).

نوموړي وویل ، که چېرې دغه دولتي چارواکي خپلې پانګې ثبت نه کړې او یا یې هم په دې برخه کې ناغیړي وکړه نو عدلي او قضایي ارګانونو ته به یې ور وپيژني.

د اداري فساد پر ضد د مبارزې د ستراتیژۍ پر تطبیق د څارنې ادارې چارواکي وايي، په راتلونکو دریو میاشتو کې باید د چارواکو د شتمنیو د ثبت بهیر بشپړ شي.

دوي وايي، په راتلونکې کې به د والیانو او ملي شورا د غړېو پانګې هم ثبت کړي.

که څه هم د تیرو څو میاشتو راهیسې په افغانستان کې د چارواکو د شتمنیو د ثبت ادارې کار پیل کړی دی، خو ځینې کتوونکي وايي چې د اداري فساد پر ضد مبارزه کې یې تر اوسه کومه مثبته نتیجه نه ده راڅرګنده شوې.

جمیله ظریف،کابل
XS
SM
MD
LG