د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۴

مجددي: د کندز پېښه باید نړیواله جُرمي محکمه وڅېړي


کابل چاپ ورځپاڼو خپلو نننیو ګڼو کې د کندز ولایت د ورستۍ پېښې په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

سرخط:

سرخط خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه په خپل یو مطلب کې لیکلي چې کندز کې پر عامو خلکو تر هوايي برید وروسته، ډېری افغانان د دې پېښې د عاملینو مجازات غواړي.

مطلب کې راغلي، اوس پخواني ولسمشرحضرت صبغت الله مجددي ویلي، دا پېښه باید نړیواله جُرمي محکمه وڅېړي.

د سرخط په وینا، مجددي په هغه خبرپاڼه کې چې پر خپل فېسبوک یې خپره کړې لیکلي، دا پېښه یو ستر بشري جنايت دى.

په مطلب کې وړاندې د یادې خپرې شوې خبرپاڼې په حواله راغلي، دا بريد جوتوي چې د افغان او امريکايي ځواکونو ترمنځ نه همغږي او خپل سري عمليات د افغان ولس پر وړاندې يوه بدرنګه دسيسه ده او نړۍ يې بايد پر وړاندې چوپتيا غوره نه‎کړي.

هېواد:

خو هېواد دولتي ورځپاڼې بیا د پېښې په تړوا په خپله سرمقاله کې د بخښنې د نړیوال سازمان د خبرپاڼې ځیني برخې راخېستي چې په کې راغلي، کندز کې د ناټو په بمباریو کې وژل شوي ۳۰ قربانیان د عدالت مستحق دي.

د هېواد په وینا په سرمقاله کې وړاندې راغلي، کله چې د ملکیانو د وژل کېدو خبره شي نو روان کال د افغانستان لپاره تر ټولو خونړۍ کال دی.

سرمقاله کې دا هم راغلي چې په خبرپاڼه کې ویل شوي، د ناټو او امریکايي ځواکونو له‎خوا له بشري حقونو مخکینۍ سرغړونې هم تر اوسه نه‎دي څېړل شوي او نه یې عاملین مجزات شوي دي او دا باید د انساني ژوند پر وړاندې د بې اعتنایۍ بله بېلګه نه وي.

افغانستان ما:

خو افغانستان ما ورځپاڼې بیا په خپله نننۍ ګڼه کې د یادې پېښې په تړاو د دفاع وزارت د ویاند جنرال دولت وزیري څرګندونې راخېستي چې ویلي یې دي د کندز پېښه کې ډېری تلفات طالبانو ته اوښتې.

په مطلب کې وړاندې د ښاغلي وزیري په حواله راغلي، کندز کې عملیات د دقیقو راپورونو له مخې ترسره شوي او ډېری تلفات هم د طالبانو کورنیو ته اوښتي دي.

مطلب کې راغلي چې د دفاع وزارت ویاند ویلي، هوايي برید د طالبانو په هغې ناستې شوي چې په کندز یې د بیا حملې لپاره جوړه کړې وه.

XS
SM
MD
LG