د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

افغان ښځينه سرتېري، د مرګ او ژوند ترمنځ


ګڼې ښځې او نجونې لېواله دي، د کابل په روزنيزه پوځي اکاډمۍ کې نوم ليکنه وکړي.

دوى وايي، غواړي د افغانستان په ملي اردو کې د خپل هېواد د ساتنې لپاره نظامي خدمت وکړي.

د کابل په پوځي اکاډمۍ کې شا و خوا ١۵۰ ښځې او نجونې په پوځي روزنه بوختې دي.

د کابل پوځي اکاډمۍ کې ۱۵۰ نجونې او ښځې په پوځي زده کړو بوختې دي.
د کابل پوځي اکاډمۍ کې ۱۵۰ نجونې او ښځې په پوځي زده کړو بوختې دي.

په پوځي روزنه کې شاملې ښځې او نجونې وايي، د وياړ احساس کوي چې غواړي د خپل هېواد د امن په ټينګښت کې برخه واخلي.

يو په دوى کې ٢١ کلنه سکينه جعفري ده:

​"څرنګه چې د افغانانو او په خپله زموږ ژوند په خطر کې دى، د دې لپاره چې له ځانه دفاع وکړاى شو، دلته راغلو، په دې توګه به نورې نجونې هم وهڅېږي او راشي.​"

د ملګرو ملتونو ادارې ويلي چې د نړيوالو مرستندويانو له مالي مرستې او په تېرو کلونو کې له شويو هڅو سره- سره افغانستان لا هم د نړۍ په سطحه د ښځو لپاره بد ځاى ګڼل کېږي.

د کابل په دې پوځي اډه کې نارينه پوليس جلا روزل کېږي، دوى ته فزيکي تاکتيکونه، د ډزو طريقه، د طبي مرستو لارې چارې او نور مسايل ورښوول کېږي.

٢٨ کلنه ډګرمنه کبرا تنها وايي، دوى په دې روزنيز مرکز کې شاملو نجونو او ښځو ته عين مهارتونه زده کوي:

​"هغه څه چې د نارينه وو پرسونل ته ورښوول کېږي، ښځينه برخې ته هم عين درسونه، تعليم او تاکتيکونه، مانور، تالاشي ورکول کېږي او دا تاکتيکونه اجرا کوو.​"

د رويټرز اژانس په حواله، د امريکا متحده ايالات چې د ناټو تر مشرۍ لاندې د قاطع ملاتړ ماموريت په چوکاټ کې په افغانستان کې ٧زره پوځيان لري، د افغان قواوو په روزنه او سلا-مشوره کې همکاري کوي.

دغه هېواد په ٢٠١٦ميلادي کال کې ٩٣ اعشاريه پنځه میليونه ډالره يې لګولي څو په افغان قواوو کې د ښځينه پوليسو شمېر زيات شي.

شل کلنې بنفشې سروري رويټرز اژانس ته ويلي، دوى د خپلو کارونو په وړاندې ګڼې ستونزې لري:

​"په هغه ټولنه کې چې ژوند کوو دوديزه ده، خلک هغو ښځو ته په بده سترګه ګوري چې له کوره بهر کارونه کوي، بله دا چې په هېواد کې امنيتي ستونزې دي.​"

دا مهال د ملي اردو په چوکاټ کې څه کم ٩٠٠ ښځينه سرتېري فعاليت لري.
دا مهال د ملي اردو په چوکاټ کې څه کم ٩٠٠ ښځينه سرتېري فعاليت لري.

د رويټزر اژانس د راپور له مخې، دا مهال د ملي اردو په چوکاټ کې څه کم ٩٠٠ ښځينه سرتېري فعاليت لري، خو د سيګار ادارې په حواله هدف دا و چې د ښځينه سرتېرو شمېر ۵٠٠٠ ته ورسول شي.

ځينو ښځينه سرتېرو اژانس ته ويلي، دوى کله-کله خپلو کورونو ته نه شي تلاى، ځکه چې د وسله والو طالبانو له خوا ورته خطر پېښ دى او په اردو کې دننه هم ښځينه سرتېرې يو لړ ستونزې لري.

په تېرو کلونو کې وخت ناوخت د ناامنيو په پېښو او غلچکي بريدونو کې ښځينه پوليس او سرتېري هم په نښه شوي دي.

خو د کابل په دې پوځي مرکز کې فعالې ښځينه سرتېري هيله څرګندوي چې تر پوځي روزنې وروسته وکړاى شي د خپلو موجوده ستونزو په وړاندې مقابله وکړي.

XS
SM
MD
LG