د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۲

"د افغانستان په امنیتي او دفاعي ارګانونو کې له ښځو سره توپیري چلند کېږي"


د افغانستان د بشري حقونو کمېسیون وايي، له افغان مېرمنو سره نه یوازې په ټولنه، بلکې د افغانستان په دفاعي او امنیتي ارګانونو کې هم توپیري چلند کېږي.

د دغه کمېسیون د ښځو برخې کمېشنره قدریه یزدان پرست وايي چې له ښځو سره توپیري چلند د تاوتریخوالي لوړه کچه په ګوته کوي.

مېرمن یزدان پرست د سې شنبې په ورځ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي د نړیوالې ورځې په اړه غونډه کې وویل چې دا ډول کړنې د دې لامل شوي چې د ملي اوردو او پولیسو په لیکو کې د ښځو جلب او جذب کم وي.

اغلې یزدان پرست زیاته کړه:

"د هېواد د دفاعي ارګانونو په داخل کې ښځو ته په کمه سترګه کتل کېږي، ښځو ته په کمه سترګه کتل د تاوتریخوالي لوړه کچه په ګوته کوي او د افغانستان په کورنیو چارو او دفاع وزارتونو کې ښځو ته په کمه سترګه کتل، د دې لامل شوی چې د پولیسو او ملي اردو په صفوفو کې د ښځو جلب او جذب کم وي او موږ هم خپلو اهدافو ته ونه رسېږو."

مېرمن یزدان پرست دغه څرګندونې د ښځو د نړېوالې ورځې په مناسبت په هغې غونډه کې وکړې چې د دفاع وزارت په نوښت جوړه شوې وه.

د نومبر ۲۵ د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د له منځه وړلو نړېواله ورځ ده او هر کال دغه ورځ په افغانستان او نړۍ کې لمانځل کېږي.

د دې ورځې په مناسبت اروپا ټولنې هم له افغان حکومت څخه غوښتي چې د ښځو پر وړاندې روان تاوتریخوالی پای ته ورسوي.

د اروپایي ټولنې په یوې خبرپانه کې د افغانستان لپاره د دغې ټولنې د سفیر "فرانز مایکل ملېبن"په حواله راغلي چې اروپایي ټولنه او اروپایي پولیس په دې برخه کې له افغان حکومت سره همکاري کوي.

په دفاعي او امنیتي ادارو کې له ښځو سره د دوه ګوني چلند موضوع په داسې حال کې راپور ته کېږي چې تر دې وړاندې د بشر د حقوقو د څارنې ادارې په یوه راپور کې ویلي چې افغان ښځینه پولیسې د خپل کار په ځای کې د بد چلند او ان جنسي تېري له ګواښونو سره مخامخ دي.

په ورته وخت کې د دفاع وزارت یو شمېر ښځینه کارکوونکي هم تأییدوي چې د کار په سیمه کې له توپیري چلند سره مخ دي.

د دغه وزارت دوه ښځینه کارکوونکې فهیمه او شریفه وايي چې له ښځو سره تاوریخوالۍ ورځ تربلې زیاتېږي او باید له دې کار نه ډډه وشي:

"۱- د ښځو پر وړاندې تاوتریخوالی ډېر زیات دی، زه له ټولو خلکو غواړم چې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي لاس واخلي، زه په کومه برخه کې چې دنده لرم د ښځو شمېر ډېر کم دی او ډېرې ستونزې هم لرو.

۲-ښځې باید خپل د زده کړو سطحه لوړه کړي، اوس هم د ملي اردو په سطحه کې لوستي ښځې کار کوي هغه حق چې ښځې لري باید ترلاسه یې کړي."

بلخوا د افغانستان د دفاع وزارت دا نه مني چې ګنې په دفاعي ارګانونو کې ښځو سره توپیري چلند کېږي.

د دغه وزارت مرستیال افضل امان چې په دې غونډه کې ګډون کړی و، خبریالانو ته وویل چې دا مهال ښځې په بېلابېلو برخو کې فعال حضور لري.

ښاغلي امان زیاته کړه:

"د افغانستان په ملي اردو کې خوشبختانه هغه ډول چې لازمه ده، زموږ خویندې په بېلابېلو برخو کې د خدای په فضل فعال حضور لري، ښځو ته د احترام په سترګه کتل کېږي."

په همدې حال کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون کمېشنره قدریه یزدان پرست له امنیتي ادارو غواړي چې ښځو ته د توپیري چلند پر ځای هغوی باید وستایل شي، ترڅو د پولیسو او اردو په لیکو کې د افغان مېرمنو شمېر زیات شي.

XS
SM
MD
LG