د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۹ تله ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۹

امریکايي قاضي: د «کریمووا» د ضبط شویو پیسو برخلیک باید معلوم شي


د ازبکستان د پخواني ولسمشر اسلام کریموف لور ګلنارا کریمووا.
د ازبکستان د پخواني ولسمشر اسلام کریموف لور ګلنارا کریمووا.

د امريکا یوې محکمې د امریکا او ازبکستان چارواکو ته د هغو میليونونه ډالرو د راتلونکي په اړه د خبرو ضرب الاجل غځولی چې د ازبکستان د پخواني ولسمشر له لور سره تړاو لري.

د روان کال په لومړيو کې د امریکا د عدليې وزارت د شپږ میليونه ډالرو د ضبطولو امر وکړ چې اوسمهال په سويس بانکو کې پرتې دي او د ډېرو کلونو په اوږدو کې اخيستل شويو رشوتونو پيسې دي.

د امریکا يوې محکمې د ازبکستان او امریکا چارواکو ته د دغو پيسو په اړه د پرېکړې لپاره د ضرب الاجل موده وغځوله.

دغه پيسې د ازبکستان د پخواني ولسمشر اسلام کریموف د لور ګلنارا کریمووا سره ارتباط لري.

دغه پیسې ګنارا کریمووا پورې اړه لري.
دغه پیسې ګنارا کریمووا پورې اړه لري.

د قاضي اندریو کارټر د پنجشنبې د ورځې حکم د ۲۰۱۷میلادي کال تر جنورۍ نوی ضرب الاجل ټاکلی چې د امريکا فدرالي چارواکي او د ازبکستان چارواکي په خپلو کې د دغو پيسو په اړه پرېکړه وکړي.

ويل کېږي دا خبرې په دوامداره توګه ستونزمنې دي.

د ازبکستان د مدني ټولنې د غړو مدافع وکيل براين کمبل د ازادي راډيو مرکزي څانګې ته ويلي:

"دواړه لوري له نهو مياشتو راهيسي د دغو پیسو په اړه خبرې کوي چې په دې پیسو څه وکړي، که دا خبرې ښې خوا ته روانې وای، اوس به دوی مخکې لا نتيجې ته رسېدلي وای."

ګلنارا کریمووا د پخواني ولسمشر اسلام کريموف مشره لور ده، د ازبکستان ولسمشر اسلام کريموف دوې مياشتې مخکې مړ شو.

د ازبکستان پخوانی ولسمشر اسلام کریموف
د ازبکستان پخوانی ولسمشر اسلام کریموف

​کريموف يو زورواکی مشر وو، د ده ځای ناستي شوکت ميرضيایف هم د خپل واک ټينګولو هڅې کوي.

اټکل کېږي ميرضيايېف به د راتلونکي مياشتې په انتخاباتو کې د ولسمشر په توګه رسمي څوکۍ خپله کړي.

د کریموف ځایناستی شوکت ميرضيایف
د کریموف ځایناستی شوکت ميرضيایف

امریکايي چارواکو اشارتاً ويلي چې غواړي دا پيسې بېرته ازبکستان ته ورکړي.

خو اندېښنې شته چې دا پيسې به څوک تر لاسه کوي، څنګه به ورکول کېږي او څنګه نظارت به يې کېږي؟

په همدې حال کې ازبکستاني چارواکي ناخوښ دي چې ګواکي امریکا د دوی پر خپلو پيسو شرطونه ورته ږدي.

د اسلام کریموف تر مړينې وروسته په ازبکستان کې سیاسي وضعيت هم حالات نور ترينګلي کړي دي.

په همدې حال کې د ګلنارا د اوسېدو ځای نه دی معلوم، يو وخت دې ته د خپل پلار د ځای ناستې په توګه کتل کېدل.

خو دوه کاله وړاندي دا د ازبکستان په پلازمېنه تاشکند کې په خپل کور کې نظربنده شوه او له هغه وروسته د دې په اړه ډېر معلومات نشته.

دا د خپل پلار د جنازې په مراسمو کې په علني توګه نه وه لیدل شوې.

XS
SM
MD
LG