د لاسرسي لېنکونه

د ازبکستان د پارلمان دواړه مجلسونه نن ګډه غونډه لري او تمه ده چې په کې د دغه هېواد مؤقت ولسمشر اعلان شي.

د دغه هېواد د اساسي قانون له مخې که ولسمشر مړ کېږي یا خپله دنده نه‎شي ترسره کولې نو د مشرانو جرګې رئیس به د درېیو میاشتو لپاره د ولسمشرۍ چارې پر مخ وړي.

د ۲۰۱۵ کال د جنورۍ راهیسې نعمت اله یولداشیو Nigmatulla Yuldashev د ازبکستان د سنا مجلس مشري کوي.

تر اوسه معلومه نه‎ده چې د پارلمان په نننۍ غونډه کې به د ازبکستان د ولسمشرۍ انتخاباتو نېټه هم اعلان شي که څنګه.

اسلام کریموف چې له ۱۹۸۹ کال راهیسې د ازبکستان پخوانی ولسمشر وو، د ۷۸ کلونو په عمر د مغزي سکتې له کبله مړ شو.

هغه د سېپټمبر پر دریمه نېټه په خپل پلرني ټاټوبي سمرقند کې ښخ شو.

XS
SM
MD
LG