د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۱ تله ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۸

ګلوب اينډ مېل: د سړکونو څار او ساتنه لانجمنه شوې


ګلوب اينډ مېل:

کاناډايۍ ورځپاڼې ګلوب اينډ مېل په خپله تازه ګڼه کې د افغانستان د سړکونو او لويو لارو پر وضعيت ليکنه خپره کړې ده.

د ليکنې په پيل کې د امريکا د يوه راپور په حواله راغلي چې د ظرفيت کموالى، اداري فساد، د تمويل په برخه کې ستونزې او ناامني د دې سبب شوى چې د لويو لارو او سړکونو د ساتنې او څارنې په برخه کې د فوايد عامې وزارت کارونه زيات اغېزناک نه وي.

افغانستان کې د بيارغونې په چارو کې د امريکا پر مرستو د څار اداره يا سيګار "SIGAR" په هغه راپور کې چې د يکشنبې په ورځ خپور شوى زياتوي، تر هغو چې افغان حکومت د اړتيا وړ اصلاحاتو لپاره لازم اقدامات نه وي کړي، د افغانستان د سړکونو مديريت او څار به سخت کار وي.

ګلوب اينډ مېل ورځپاڼې د سيګار ادارې په حواله ليکلي چې د امريکا نړيوالې پرمختيايي ادارې يا "USAID" او د امريکا دفاع وزارت له ٢٠٠٢میلادي کال راهيسې د افغانستان د سړکونو پر جوړولو او بيارغونې دغه راز د ظرفيت جوړونې پر فعاليتونو شا و خوا دوه میليارده او اته سوه مليونه امريکايي ډالره لګولي دي.

افغان چارواکو سيګار ادارې ته ويلي، د سړکونو د منظمې ساتنې او څارنې لپاره په کال کې ١٠٠ مليونه ډالرو ته اړتيا ده.

بلومبرګ:

امريکايۍ خپرونې بلومبرګ "Bloomberg" په افغانستان کې د ښځو پر وضعيت ليکنه خپره کړې چې ګواکې د طالبانو د رژيم تر نسکورېدو وروسته دغه طبقه لا هم لږې لاسته راوړنې خو زياتې ستونزې لري.

د ليکنې په پيل کې راغلي، ١٥ کاله وروسته افغانستان لا هم د ښځو لپاره د نړۍ په سطحه تر ټولو بد ځاى ګڼل کېږي.

افغانستان کې د بيارغونې په چارو کې د امريکا پر مرستو د څار ادارې يا سيګار "SIGAR" مشر جان سوپکو ويلي:

د امريکا لپاره د افغان ښځو د ژوند ښه کېدل او هغوى ته د فرصتونو ايجاد يو اساسي هدف و.

بلومبرګ د جان سوپکو په حواله ليکلي، د ښځو له هغو فعاليتونو سره د يو مليارد امريکايي ډالرو مالي مرستې ژمنه شوې چې په نتيجه کې يې د دوى ژوند ښه کېدلاى شي.

خو د سيګار په راپور کې اداري فساد او ناامني د دغه هدف د ترلاسه کولو په وړاندې لوى خنډ ګڼل شوى دى.

بلومبرګ د سيګار ادارې د درې مياشتني راپور په حواله وړاندې ليکلي: خراب امنيتي وضعيت نه يوازې ښځو او نجونو ته دا مشکله کړې چې ښوونځي ته لاړې شي، له کوره بهر کار وکړي او روغتيايي خدماتو ته لاسرسى ولري، بلکې د دوى په باب يې دا ټولنيز ذهنيت هم عام کړى: چې ګواکې ښځې زيان منونکي دي نو ځکه بايد له کوره بهر ونه وځي.

له هغو ٤٠ مخکښو ښځو سره چې په دې اړه مرکې شوي، ډېرو يې ويلي چې ښځې له سياسي او اقتصادي سيسټم څخه بې برخې شوي دي.

XS
SM
MD
LG