د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۰

افغان حکومت عامه تاسیساتو ته د اوښتو زیانونو ارقام اعلان کړل


افغان حکومت په تېرو دوو میاشتو کې د جګړو په نتیجه کې عامه تاسیساتو ته د اوښتو زیانونو تازه ارقام اعلان کړل.

جمهوري ریاست د وسله والو طالبانو د حملو په نتیجه کې د دغو مالي زیانونو اندازه څه باندي دوه میلیارده افغانۍ اټکلوي.

کندز، فراه، ارزګان، هلمند، ننګرهار، فاریاب، غزني، سرپل، پکتیا، بغلان او بادغیس هغه یوولس ولایتونه دي چې په تېرو دوو میاشتو کې پکې جنګ جګړو د ځاني تلفاتو تر څنګ ګڼ مالي تاوانونه هم اړولي دي.

د ولسمشر مرستیال ویاند شاه حسین مرتضوي د شنبې په ورځ خبریالانو ته په دغه موده کې د اوښتو مالي زیانونو د ارقامو په اړه معلومات ورکړل:

مرتضوي: موږ تل د جګړې یو اړخ ته پام کړی چې د تلفاتو شمېر دی.
مرتضوي: موږ تل د جګړې یو اړخ ته پام کړی چې د تلفاتو شمېر دی.

" موږ تل د جګړې یو اړخ ته پام کړی چې د تلفاتو شمېر دی، طالبانو په دوو میاشتو کې ۲۱۴۹ میلیون افغاني شتمنیو او عامه او ملکي تاسیساتو ته زیان اړول دی."

ښاغلی مرتضوي وایې، په دغه موده کې ۳۰۲ ښوونځي، ۴۱ روغتیایي مرکزونه،۵۰ جوماتونه، ۵۳۰۵ کورونه، ۱۸۱۸ دوکانونه، ۴ دولتي ودانۍ، ۶ پلونه، ۲۹۳ لارې،۱۷۰ پولچکونه، ۱۲۳ کیلومتره سړکونه او ۲۰۳ استنادي دېوالونه د وسله والو طالبانو په حملو کې یا تخریب او یا هم په بشپړه توګه له منځه وړل شوي دي.

د ولسي جرګې غړی نذیر احمد احمدزی وایي، په افغانستان کې د عامه تاسیساتو له منځه وړل د بهرنیو وسله والو کار دی.

ښاغلی احمدزی له افغان طالبانو غواړي چې د دغو تاسیساتو په ساتنه کې خپل مسؤلیت ادا کړي.

احمدزی:زما هیله له مخالفینو دا ده چې ملي سرمایه محفوظي و ساتي.
احمدزی:زما هیله له مخالفینو دا ده چې ملي سرمایه محفوظي و ساتي.

نوموړي زیاته کړه:

"زما هیله له مخالفینو دا ده چې ملي سرمایه محفوظي و ساتي او هغې لاري چې دوی پرې راتلی شي، هغه بندي نه کړي چې بیا له ملت سره مواجې نشي."

د ولسمشر مرستیال ویاند وایي په همدې موده کې د جګړو شدت ملکیانو ته تلفات هم اړولي او زرګونه کسان یې د خپلو مینو پرې ښودو ته اړ کړي دي.

خو وسله والو طالبانو تر اوسه په دې اړه کومه تبصره نه ده کړې.

XS
SM
MD
LG