د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۴

د کندز ښار جګړه کې زیانمنې شوې کورنۍ د مرستې غوښتنه کوي


د کندز ښار اوسېدونکي وايي، تېرې لس ورځنۍ جګړې د ځاني زیان ترڅنګ درانه مالي زیانونه هم ور اړولي دي.

دوی وايي، تېرې جګړې یې کورنه په بشپړتوګه تخریب کړي چې بېرته رغول یې ښه ډېرو پیسو ته اړتیا لري.

یاد خلک له حکومت څخه غواړي څو له هغو کورنیو سره نقدي مرستې وکړي څو خپل تخریب شوې کورنه بېرته په ورغوي.

له دغو زیانمنو شویو خلکو څخه څو تنو یې له ازادي راډیو سره په خبرو کې داسې وویل:

د کندز ښار اوسېدنکي: تېرې جګړې ګڼ کورونه تخریب کړي
د کندز ښار اوسېدنکي: تېرې جګړې ګڼ کورونه تخریب کړي

"زما کور او زموږ د خپلوانو پنځ کورونه سوځېدلي دي اوس له ډېرو ستونزو سره مخامخ یو، دغې جګړې موږ ډېر متضرره کړي یو هیڅ شي موږ ته نه دې پاتې."

"په دې جنګ کې موږ ډېر زیان ولېده زموږ کور په بشپړه توګه ویجار شوي او د نورو خلکو کورونه هم ویجاړ شول موټرونه یې خلکو غلا کړل او په ښار کې دوکانونه هم چور و چپال شوي دی."

زیانمن خلک وايي، اوس مهال دومره مالي توان نه لري چې د خپلو کوچنیانو لپار یو کوټه جوړه کړي او دامهال د خپلوان په کورونو کې له ستونزو ډکې شپې او ورځې سبا کوي.

د کندز ښار یوه بل تن اوسېدونکي په دې اړه داسې وویل:

"په دې جګړه کې زما خپل کورو او زما د وروڼو یعني زموږ ۵ کورونه په بشپړه توګه سوځېدلي دي او د نورو خلکو کورونه هم خراب شوي دي او اوس مهال په ښار کې د خپلوان په کور کې ژوند کوم او دومره امکانات نه لرم چې خپل کور بېرته جوړ کړم."

د کندز والي: د زیانمنو شویو کورنیو په اړه سروې کېږي.
د کندز والي: د زیانمنو شویو کورنیو په اړه سروې کېږي.

بل خوا د کندز والي اسدالله عمرخېل بیا وايي چې دامهال د دوی یو کمېسیون په کندز ښار کې د زیانمنو شویو کورنیو په اړه سروې کوي چې تر پای ته رسېدو وروسته به یې زیانمن خلک معلوم او راپور به یې د مرستې برابرولو په هدف کابل ته ولېږدل شي.

خو په ورته وخت کې، د کندز ښار یو شمېر خلک بیا وايي د تېرکال په سقوط کې هم د دوی کورونه او دوکانونه سوځېدلي او یا هم وران شوي وو، خو ادعا کوي چې تراوسه پورې له دوی سره مرستې نه دې شوي.

وسله والو طالبانو څه موده وړاندې پر کندز ښار له څو اړخونو حمله وکړه چې ځينې سیمې یې تر خپل کنټرول لاندې راوستلې چې تر لس ورځنۍ جګړې وروسته د افغان ځواکونو لخوا بېرته له ښاره و ایستل شول.

راپور: اجمل ارین

XS
SM
MD
LG