عراقي ځواکونو موصل ښار ته نېږدې یو شمېر کلي د اسلامي دولت ډلې له یاغیانو پاک کړي دي.
دا کلي د موصل په جنوب کې دي او د چهارشنبې په ورځ عراقي ځواکونو ونیول.
د موصل د عملیاتو قوماندان ډګر جنرال نجمالجبوري وایي:
"یو شمېر کلي د داعش له ښځینه وسلهوالو سره تر سختو جګړو وروسته د موصل په جنوب کې موږ لاندې کړل."
زرګونو عراقي ځواکونه چې د امریکا په مشرۍ یې نړیوال ائتلافي ځواکونه ملاتړي دي، په موصل کې عملیات کوي.
د جولای په میاشت کې د قیاره په نوم د هوایي ځواکونو اډه ونیول شوه او هلته شاوخوا زر امریکایي عسکر دېره دي.
دا اډه له موصله شپېته کېلو متره لیرې په جنوب کې پرته ده.
د امریکا په مشرۍ د ائتلافي ځواکونو ویاند ډګرمن کرېس پارکر وایي، یاغیانو تر خپله وسه هڅه وکړه چې د قیاره هوایي اډه ناکاره کړي، خو بریالي نهشول.
نوموړي روېټرز اژانس وویل چې د موصل په جګړه کې نړیوال ائتلاف د عراقي ځواکونو هر راز ملاتړ کوي.
دی زیاتوي:
"د موصل د ازادولو لپاره روان عملیات، ډېر ستر عملیات دي. د قیاره اډه د دې عملیاتو لپاره ډېره مهمه ده. عراقي ځواکونه له دې اډې زرګونه سرتېرو ته لارښوونه کوي. موږ چې هرڅه په دې اډه کې لرو، ګټه ترې اخلو څو د موصل په لور د عراقي ځواکونو د پرمختګ ملاتړ ته ادامه ورکړو."
موصل ته څېرمه چې په تېرو څو ورځو کې کوم کلي ازاد شوي دي، د خلکو وضعیت پهکې ډېر خراب دی.
یوه ستونزه د تنفسي ناروغیو ده چې علتیې د جګړو پر مهال د کیمیاوي وسلې استعمال او د خاورو دوړو او لوګي زیاتېدل دي.
د راپورونو له مخې تر زرو ډېر کسان دغه ستونزه لري او د دوی د سیمو له ازادېدو وروستهیې درملنه روانه ده.
د مشراق سیمه د سلفرو تأسیساتو ته نېږدې پرته ده، د دې سیمې یو اوسېدونکی محمود الخلاف وایي، د ده ورور داعش وواژه او ډېرې سختۍ پرې تېرې شوي دي.
دی وايي:
"بد وضعیت و. دوی ستا د ژوند د هر څه په اړه پوښتنې کولې. د کاروبار په اړه، نو مجبوره وې چې د عُشر او زکات په نوم پیسې ورکړې. که مو د دوی ملاتړ نهکولای، هر څهیې له تاسو اخیستل."
تر دې مخکې د بشري حقونو په برخه کې د ملګرو ملتونو کمېشنر زید رعد الحسین ویلي و چې داعش د موصل شاوخوا کلیو تر پنځه نیم سوه ډېرې کورنۍ ګروګان کړې دي.
د ده په وینا له دغو خلکو داعش په جګړه کې د سپر په توګه استفاده کوي.