د لاسرسي لېنکونه

رپوټونه وايي چې د عراق امنیتي ځواکونو او کُردي ملېشو یا پېشمرګه په موصل کې د داعش پر ضد په پوځي عملیاتو کې پرمختګ کړی دی.

ویل کېږي چې عراقي ځواکونو د موصل ښار ته نېږدې څو کلي د داعش له وسله‎والو نیولي دي.

ویل کېږي چې امنیتي ځواکونو لږ تر لږه ۳۰ ملکي کسان هم ژغورلي چې په یوه ښوونځي کې پټ شوي وو.

د موصل ښار جنوبي لوري ته د داعش د وسله‎والو او عراقي ځواکونو تر منځ د شدیدې جګړې خبر ورکړل شوی دی.

د عراق په شمال غربي سیمه سینجار کې هم پېشمرګه ځواکونو د داعش پر ضد عملیات کړي چې ۱۵ تنه وسله‎وال په‎کې وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG