له داعشه د عراق د دوهم ستر ښار د نیولو لپاره د پراخو عملیاتو یوه اوونۍ بشپړه شوه.
د عراق حکومتي ځواکونو د موصل ښار په لور د پرمختګ په ترڅ کې د یکشنبې په ورځ د مسیحیانو لرغونی ښارګوټی بارتیلا ونیو.
حکومتي سرتېرو د دې ښار پر کلیسا د عراق بیرغ پورته کړ او د کلیسا د زنګ په وهلو يې د دغه ښارګوټي چې د موصل له مرکزه یوازې ۱۵کېلو متره واټن لري، نیول ولمانځل.
د شمال لهخوا کُرد پېشمرګه ملېشو چې د عراق ځانګړي ځواکونه هم ورسره ملګري دي د موصل ښار په څنډو کې یو شمېر کلي له داعشه نیولي او د باشیقه ښارګوټي محاصرهيې سخته کړې ده.
د امریکا په مشرۍ نړیوال ائتلاف د هوا له لارې د موصل ښار د بېرته نیولو په عملیاتو کې له عراقي ځواکونو ملاتړ کوي.
دغهراز د سلو په شاوخوا کې ځانګړي امریکايي سرتېري پر ځمکه په دې عملیاتو کې برخه لري.
د موصل د بېرته نیولو په عملیاتو کې تر اوسه ۲۵ کُرد وسلهوال او یو امریکايي سرتېری وژل شوی دی.
د عراق پوځ تر اوسه د خپلو تلفاتو په اړه کوم راپور نهدی خپور کړی.
راپورونه وايي چې د موصل ښار په څنډو کې داعش ډله د هاوان په ډزو، توغندیو او ځانوژونکو بریدونو سره خپل مقاومت ته دوام ورکوي.
داعش دوه ورځې وړاندې د عراق پر یوه بل شمالي ښار کرکوک پراخه حمله وکړه چې د راپورونو له مخې شاوخوا اتیا کسانيې ووژل.
بل لورته د ملګرو ملتونو د بشري مرستو ډلې وايي چې د موصل د جګړې له امله تر اوسه پورې شاوخوا پنځه زره کسان بېځایه شوي دي.
ملګري ملتونه دغهراز په موصل ښار کې د میشتو خلکو د سلامتیا په اړه چې شمېر يې شاوخوا یو میلیون ته رسېږي، هم اندېښنه څرګندوي.
د عراق پوځ د موصل پر اوسېدونکو غږ کړی چې په خپلو کورونو کې پاتې شي خو د بشري مرستو سازمانونه وايي چې داعش کېدای شي د موصل له اوسېدونکو څخه د سپر په توګه استفاده وکړي.
که څه هم د عراق صدراعظم ټینګار کوي چې د موصل د بېرته نیولو عملیات له پلان شوي مهالوېش زیات پرمختګ کوي خو داسې ښکاري چې د عراق د دغه دوهم ستر ښار نیول به که میاشتې نهوي نو څو اوونۍ وخت به حتماً ونیسي.