د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۳۶

چارواکي: د ارزګان چورې ولسوالۍ کې ۳۳ پوستو سقوط کړی


د ارزګان ولایت چورې ولسوالۍ کې ۳۳ پوستو سقوط کړی او وسله‎‌وال طالبان د دې ولسوالۍ ښار ته ننوتي دي.

د ارزګان ولایت د چورې ولسوالۍ ولسوال عبدالمالک یکشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د دغې ولسوالۍ پر مرکز له تېرو دوو شپو راهیسې وسله‎والو طالبانو پراخ بریدونه پیل کړي دي.

ولسوال وايي، د دې ولسوالۍ امنیتي وضعیت له ګواښ سره مخ دی.

د چورې ولسوال عبدالمالک وايي:

"د چورې ولسوالۍ امنیتي وضعیت ډېر خراب دی، وسله‎وال طالبان په سل متري کې دي، که تازه دمي ځواکونه راونه‌رسېږي نو دغه ولسوالۍ به سقوط وکړي."

ارزګان مرکز ترینکوټ
ارزګان مرکز ترینکوټ

عبدالمالک زیاته کړه چورې ولسوالۍ ۴۵ پوستې لري چې ۳۳ يې سقوط کړی او پاتې ۱۲ پوستې هم د سقوط په حالت کې دي.

د چورې ولسوالۍ له تېرو دوو میاشتو راهیسې د وسله‎والو طالبانو تر محاصرې لاندې ده.

له دې سره ارزګان ولایت کې د ولایتي شورا رئیس عبدالکریم خادم‎زی وايي، د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ اړوند سجاول سیمه کې تېره شپه د ملي اردو یوه قرارګاه تر سختې جګړې وروسته د وسله‎والو طالبانو لاسته لوېدلې ده.

خادم‎زی وايي:

"د ارزګان ولایت د مرکز ترینکوټ اړوند سجاول سیمه کې تېره شپه وسله‎والو طالبانو د ملي اردو پر قرارګاه برید کړی چې په نتیجه کې یې د ملي اردو شپږ سرتېري وژلي، ۹ ټپیان او شپږ نور لادرکه دي."

خادم‎زی زیاتوي، همداراز په دهراود ولسوالۍ کې هم دوه ورځې دمخه د ملي اردو یو قرارګاه او د ملي پولیسو یوه پوسته تر یوې نښتې وروسته د وسله‌والو طالبانو لاسته لوېدلې.

د نوموړي په خبره په دغې نښته کې هم د ملي اردو ۱۰ سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې.

د ارزګان ولایت مرکز او ولسوالۍ له تېرو ۴۵ ورځو راهیسې د وسله‎والو طالبانو تر محاصرې لاندې دی.

طالب وسله‎والو هم ادعا کړې چې تېره شپه د ترینکوټ په سجاول سیمه کې د ملي اردو یوه قرارګاه تر یوې نښتې وروسته د دوی لاسته ورغلې ده.

خو د ارزګان ولایت امنیه قومندانۍ، ولایت مقام او ملي اردو مسؤلین د وروستیو نښتو په اړه څه نه‌وايي او نه‌هم د وسله‎والو طالبانو د وروستیو ادعا په اړه غبرګون ښيي.

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ هم د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند کرنا سیمه کې د عامه نظم یو کنډک تر ۳۳ ورځنۍ محاصرې وروسته وسله‎والو طالبانو ته تسلیم شو.

XS
SM
MD
LG