د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۸

سرحدي: ارزګان کې د وسله‌والو د ځپلو په هدف پوځي عملیات پيل شول


د ارزګان ولایت امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د وسله‌والو طالبانو په وړاندې د پراخو پوځي عملیاتو د پیلېدو خبر ورکوي.

د یاد ولایت امنیه قوماندان ولي جان سرحدي نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه پوځي عملیات نن سهار د ترینکوټ ښار اړوند د چرمګر او کوټ‌والو په نوم سیمو کې پيل شوي دي.

نوموړي زیاته کړه چې دغه عملیات به تر هغو دوام ولري تر څو ټولې سیمې له وسله‌والو طالبانو څخه تصفیه شي.

سرحدي وايي، وسله‌وال طالبانو د خلکو له کورونو څخه د سنګر په توګه کار اخلي نو ځکه د دوی پوځي عملیات د خلکو د ژوند خوندي کولو په هدف ورو پر مخ روان دي.

د ارزګان امنیه قوماندان ولي جان سرحدي
د ارزګان امنیه قوماندان ولي جان سرحدي

هغه زیاته کړه:

"زموږ عملیات نن سهار شاوخوا ۷ بجې د ارزګان ولایت مرکز ترینکوټ اړوند چرمګر او کوټ‌والو سیمو کې پیل شوه، وسله‌وال مخالفین د ملکي خلګو له کورونو څخه د سنګر په توګه ګټه اخلي."

ښاغلي سرحدي په پيل شویو عملیاتو کې وسله‌والو طالبانو ته د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه‌ویل.

په ورته وخت کې یو شمېر پولیسو د عملیاتو پر مهال ازادي راډیو ته وویل که دولت ورته په کافي اندازه مهمات په واک کې ورکړي، ډېر ژر به دغه سیمې له وسله‌والو طالبانو څخه پاکې کړي.

دوی زیاته کړه:

"موږ له دولت نه یوازې دا غواړو چې موږ ته د عملیاتو پر مهال مهمات په لاس کې راکړي."

"زه د خپل وطن دفاع کوم، باید هر سړی د خپل وطن ساتنه په مېړانه وکړي."

پر همدې مهال د ارزګان ولایت یو شمېر اوسېدونکي له طالبانو څخه د نیول شویو سیمو د ژر تر ژره تصفیه کېدو غوښتنه کوي.

دوی وايي، په دغه ولایت کې د جګړې اوږدېدو یې د ژوند چارې له خنډ سره مخ کړي او باید یاد عملیات په چټکۍ سره تر سره شي.

​دوی زیاتوي:

"زه د سرپناه ځای نه‌لرم، جوار او نور کښتونه مې د جګړې له امله وچ شول."

"موږ له دولت غواړو چې عملیات په چټکۍ سره پر مخ یوسي تر څو موږ خپلو کورونو ته ولاړ شو."

وسله‌والو طالبانو څه باندې یوه میاشت مخکې پر ارزګان ولایت پراخې وسله‌والې حملې وکړې چې لړۍ یې د یاد ولایت مرکز ترینکوټ ښار تر څنډو پورې ورسېده.

په ولسي جرګه کې د یاد ولایت استازو تر دې وړاندې ازادي راډیو ته ویلي و چې وسله‌والو طالبانو ترینکوټ ښار محاصره کړی او همدارنګه‌یې شپږو ولسوالیو ته غځېدلې لارې هم د ترافیکو پر مخ تړلې دي.

د ارزګان-کندهار لویه لار هم د وسله‌والو طالبانو له‌خوا د ترافیکو پر مخ تړل شوې وه چې وروسته د افغان ځواکونو له‌خوا د ترافیکو پر مخ پرانیستل شوه.

د یاد ولایت چارواکو د معلوماتو له مخې د ارزګان ولایت ۴۳ ورځنۍ جګړې له امله تر دې مهاله ۴۹۸۰ کورنۍ له خپلو سیمو څخه بې‌ځایه شوې دي.

وسله‌والو طالبانو تر دا مهاله ارزګان کې د پیل شویو عملیاتو په اړه څه نه‌دي ویلي.

راپور: شریف‌الله شرافت

XS
SM
MD
LG