په قرغزستان کې یوه میرمن درې وارې خاورو ته وسپارل شوه
په قرغزستان کې د دیني اختلافاتو له امله یو سړی مجبور شو چې خپله ښځه درې وارې خاورو ته وسپاري. دکاني ګل ساتيبالدیووا کورنۍ په یوه اونۍ کې درې وارې هغه خاورو ته وسپارله او هر وار یې ولیدل چې خلکو د هغې مړی را ایستلی او په هدیره کې ځاي نه ورکوي. خو، ولې خلکو د هغې مړی په خپلو هدیرو کې نه پريښود؟