د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۷

غني: افغانستان په بې سارې توګه له سترو ستونزو سر پورته کړی


د افغانستان جمهور رئيس محمد اشرف غني د لویو ملي مسائلو په برخه کې د هېواد د بېلابېلو اقشارو سره د سلا مشورو په لړ کې پرون له غرمې مخکې له سیاسي، ملي، جهادي او دینې رهبرانو او مشرانو سره په یوه غونډه کې د هېواد عمومي وضعیت و ارزاوه.

غونډه کې جمهور رئيس غني د امنیتي او دفاعي ځواکونو د شهیدانو په ځانګړي توګه کابل او بلخ کې د وروستیو تروریستي پېښو شهیدانو روح ته دعا وکړه او ټینګار يې وکړ چې د شهیدانو کورنیو ته پام کېږي او د ټپيانو د درملنې لپاره له ټولو امکاناتو څخه کار اخېستل کېږي.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه‎پال ازادي راډیو ته وویل چې دا لیدنه د هېواد په مهمو ملي مسائلو باندې د سلا مشورو په خاطر د ارګ په ماڼۍ کې شوې وه.

د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه‎پال
د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند مرستیال دواخان مینه‎پال

ده وویل:

"د نن ورځې غونډه د هېواد له سیاسي، ملي، جهادي او دینې رهبرانو او مشرانو سره د هېواد د عمومي وضعیت په ارزونه باندې وه. د دغه منشور په هدف لکه امنیتي او دفاعي مسائل، د دښمن سره مقابله، د سولې د بهیر لا غښتلتیا او د اقتصادي پرمختیاوو د ظرفیت په جوړولو باندې وه."

د افغانستان د جمهوري ریاست په خبرپاڼه کې راغلي دي چې د دغو مشورو هدف، پر مهمو ملي مسائلو لکه امنیتي او دفاعي مسائل، له دښمن سره مقابله، د سولې بهیر لاغښتلي کول، اقتصادي پرمختیا او د ظرفیت جوړولو په سر بحث دی.

جمهور رئيس له سیاسي، ملي، جهادي او دیني رهبرانو او مشرانو سره په غونډه کې وویل:

"زموږ ملت په بې سارې توګه له سترو ستونزو سر پورته کړی، خو له بده‎مرغه چې دښمن په پرله‎پسې توګه هڅه کړې چې د ناامنیو له لارې د هېواد د پرمختګ مخنیوی وکړي."

جهادي مشر او د سولې عالي شورا غړي قاضي محمدامین وقاد
جهادي مشر او د سولې عالي شورا غړي قاضي محمدامین وقاد

جهادي مشر او د سولې عالي شورا غړي قاضي محمدامین وقاد چې په غونډه کې یې برخه اخېستې وه ازادي راډیو ته وویل:

"هغه تعهد چې افغانستان د بروکسل په کنفرانس کې نړیوالو ته ورکړی دی، مهمه دا ده چې د اداري فساد سره مبارزه وشي او داسې حالت منځته راشي چې اداري فساد بیا په اینده کې زموږ په بیارغاونه او انکشافي پروژو باندې تأثیر و انه چوي. دوستانو ډیری، پخوانی جمهور رئیس حامد کرزي، استاد سیاف او نورو دوستانو په نوبت سره خبرې وکولې نو د ټولو تأیید دا وو چې د جنګ ترڅنګ به د سولې پروسې ته اهتمام کوو."

قاضي محمدامین وقاد زیاته کړه چې د غونډې اکثرو ګډون‎والو د سیاسي، امنیتي او پراختیایي مسائلو د لاښه مدیریت او په دې برخه کې د همغږۍ او سلا مشورو په اړه ټینګار وکړ او ټولو غوره وبلله چې د سولې پروسه باید لانوره هم اهتمام شي او څرنګه چې له ګلبدین حکمتیار سره د سولې موافقه لاسلیک شوه له نورو وسله‎والو مخالفینو لکه د طالبانو د ملامحمد رسول له ډلې سره چې سولې ته یې تیاری ښودلی هم اهتمام شي.

د جمهور رئیس ویاند وړاندې د دولت په پریکړو باندې د دا ډول لیدنو کتنو د اغیز په باب وویل:

"د افغانستان ټولو سیاسي، مذهبي او قومي مشرانو د افغانستان ولسمشر ته خپل وړاندیزونه او خپلې مشورې وړاندې کړې او د امنیتي قواو د ملاتړ ډاډ یې څرګند کړ، د افغانستان د حکومت د اوسنۍ پالیسي ملاتړ یې وکړ او د هغو د اقتصادي برنامې څخه یې هرکلی وکړ."

جمهور رئيس په غونډه کې د هېواد د وروستیو پېښو په هکله وویل، د افغانستان د پرمختګ دښمنانو غوښتل چې د وارسا او بروکسل کنفرانس لاسته راوړنې او همدارنګه له حزب‎اسلامي سره د سولې توافقنامې لاسلیکول کمرنګه وښيي.

د افغانستان ولسمشر د لویو ملي مسائلو په برخه کې د هېواد د بېلابېلو اقشارو سره د سلا مشورو په لړ کې دغه راز پرون د یوه ویډیویي کنفرانس له لارې د ۳۴ ولایتونو والیانو، د علماو او د ولایتي شوراګانو له رئیسانو سره هم د هېواد د عمومي وضعیت په ځانګړي ډول د وروستیو جریانونو او راتلونکو اقداماتو په اړه خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG