د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۳

حزب‌اسلامي یو قومندان وايي، جنګیالیو یې جنګ بس کړی


د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب‎اسلامي وسله‎والو د سولې موافقې له لاسلیک مخکې د هېواد په شمال ختیځ په تېره بیا بغلان ولایت کې د پام وړ حضور درلود.

اوس د دغه حزب یو شمېر قوماندانان چې پخوا یې د جنګ جبهې رهبري کوله وايي چې دا مهال هم ځيني سیمې له دوی سره دي په کومو کې چې دولتي ځواکونه او وسله‎وال طالبان نه‎شي ګرځېدلای.

بغلان کې د دې حزب یو قوماندان میرویس وايي چې د حزب‎اسلامي او افغان حکومت ترمنځ د سولې د تفاهم‎لیک تر لاسلیک ترمخه دوی د دولتي ځواکونو سره په جګړو کې ښکېل وو.

خو نوموړي د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د سولې د تفاهم‎لیک له لاسلیک سره سم د دې حزب جنګیالیو جنګ بس کړی دی.

میرویس وايي:

"بغلان، کندز او شمال کې د حزب د ډېرو جبهو مسؤلیت زما پر غاړه دی او موږ په دې اساس چې امیر مو ښاغلي حکمتیار صاحب د دولت سره اوربند کړی دی هېڅ غلطه استفاده نه‎ده کړې، که موږ په جګړو کې ښکېل وای کندز او بغلان سقوط کاوه او ټول د مجاهدینو لاس ته غورځېدل، موږ دولتي سیمو ته نه ځو او دوی زموږ په سیمو کې تګ راتګ نه کوي، له هغې وروسته چې زموږ پلاوي او استازي له دولت سره کومې پریکړې ته رسیږي موږ هغې ته درناوی کوو."

دا په داسې حال کې ده چې د روانې میزان میاشتې په اتمه نېټه د جمهور رئیس محمد اشرف غني او د حزب‎اسلامي د مشر ګلبدین حکمتیار تر منځ د سولې تفاهم لیک لاسلیک شو.

د روغې جوړې د دې موافقې له مخې په حزب اسلامي بندیزونه ختمیږي او نوموړی ګوند به له جګړو لاس اخلي.

بغلان کې د حزب‌اسلامي ولایتي مسؤل عبدالله نهضت‌یار د پنجشنبې په ورځ ازادي راډیو ته تائید کړه چې په هغه ولایت کې ځينې سیمې د دوی تر واک لاندې دي.

د هغه په وینا د روغې جوړې له هوکړې مخکې د دولت د ملاتړو او حزب اسلامي ته د وفاداره ځواکونو تر منځ په جګړو کې دواړو لورو ته درنې مرګ ژوبلې هم اوښتي، خو هغه وايي چې اوس د دواړو لور تر منځ کومه جګړه نه ده شوی.

ښاغلي نهضت‌یار زیاته کړه:

"زموږ مرکزي سیمې چې دي هغه شیخ جلال، بدل مست، کرکر او د دود کش د اوسپنې دره ده، په دغو سیمو کې زیاتې نښتې شوي، په دې وروستیو کې هم د کرکر او دودکش په سیمو کې جنګونه وو چې لسګونه کسان تلفات یې درلودل، د دوی نه هم څو کسان ووژل شول او یوه اندازه دولتي وسایل یې د حزب په واک کې ولوېدل او اوس هم دا وسایل له دوی سره په کرکر کې دي."

دا چې د حزب اسلامي حکمتیار غړي د دغه ولایت په کومو سیمو کې حضور لري په دې اړه د بغلان والي عبدالستار بارز داسې وايي:

"د کومو سیمو په اړه چې دوی ادعا کوي چې د دوی تر کنټرول لاندې دي له دوی څخه یې پوښتنه وکړئ،خو په ټوله کې سیمې د محلي حکومت په کنټرول کې دي، په دې اړه موږ ته نه دوی په خپله څه ویلي او نه هم سپین ږیرو، د ولایت مقام ته هم دا نه دي څرګند چې کوم کسان د حزب اسلامي سره دي."

په ورته وخت کې له افغان حکومت سره د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر محمد امین کریم وايي چې د جنګ په ټولو جبهو کې اوربند دی.

محمد امین کریم
محمد امین کریم

د هغه په وینا د حزب اسلامي کسانو د خپل واک لاندې ځينو سیمو کې امنیت ساتلی دی.

"د مثال په ډول د بغلان د شهرنو او پلخمري تر منځ په سړک د حزب اسلامي د مجاهدینو قطعات پراته دي. که دوی امنیت ټینګ نه کړي د ملکې او دولتي کسانو تګ راتګ له جدي ستونزې سره مخ کېږي، په کندز کې ډير د حزب اسلامي کسان چې د طالبانو په لیکو کې جنګیدل په وروستیو جنګونو کې ښکېل نه وو، له هماغه وخته چې اوربند اعلان شو د حزب اسلامي د مجاهدینو له خوا یوه مرمی هم نه ده ویشتل شوي، تر دې چې د طالبانو په لیکو کې یو شمیر قوماندانانو د حزب اسلامي سره په مشورو په خپلو سیمو کې جنګ بس کړی دی."

د پوځي چارو کارپوهان له جګړې څخه د حزب اسلامي د جنګیالیو لاس اخیستل د هیواد په ګټه ګڼي او وايي چې دا کار د نورو جنګي ډلو د هڅونې لامل هم ګرځي چې له دولت سره د سولې خبرو ته کښیني.

د پوځي چارو کارپوه عتیق الله امرخیل له ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې کابل ته د ګلبدین حکمتیار له راتګ او د سولې تفاهم لیک د مواردو له عملي کېدو سره به هغه کوچنی ډلې چې لا په جبهو کې دي په خپله جبهې پریږدي.

راپور: محمد واصل وصال

XS
SM
MD
LG