ایران خپل دوه جنګي بېړۍ د یمن غاړو ته، چېرې چې د امریکا سمندري ځواکونو راکټي بریدونه کړي استولي دي.
دا مطلب هغه وخت اعلان شو چې امریکايي ځواکونو د حوثي د مخالفینو چې د ایران ملاتړ ورسره دی، تر لاس لاندې سیمو کې د رادار د اډو د لهمنځه وړلو په خاطر د توغندیو بریدونه وکړل.
د امریکا دا بریدونه هم وروسته له هغه وشول چې د حوثي یاغیانو لهخوا له نیول شویو سیمو څخه په روانه اوونۍ کې په یوې امریکایی بیړۍ بې پایلې بریدونه وشول.
د ایران نیمه دولتي اژانس تسنیم د پنجشنبې په ورځ رپوټ ورکړ چې د الوند او بوشهر په نامه د ایران جنګي بیړۍ له سمندري غلو څخه د سوداګریزو بیړیو د ساتنې په خاطر د عدن خلیج ته استول شوې.
د تسنیم خبري اژانس زیاته کړه چې دغه بیړۍ تیره اوونۍ استول شوي او دا په یمن کې د امریکا د بیړیو په وړاندې کوم غبرګون نه دی.
د تسنیم آژانس وویل؛ د ایران بېړۍ به د یمن د عدن په خلیج کې ګزمه کوي.
که څه هم چې امریکا د سعودي عربستان په مشرۍ ائیتلاف ته چې په یمن کې د حوثي د وسلهوالو پر ضد جګړه کوي اکمالاتي مرستې کوي، خو د امریکایي ځواکونو د پنجشنبې د ورځې راکټي بریدونه چې د امریکا د جمهور رئیس بارک اوباما په دستور وشول، د یمن په کورنۍ جګړه کې د واشنګټن مستقیم پوځي غبرګون بلل کېږي.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت ټینګار وکړ چې دا بریدونه دفاعي وو او هدف یې د رادار هغه دستګاوې وې چې روانه اوونۍ کې ترې په امریکایي بیړیو درې توغندي وویشتل شول.
د امریکا د دفاع وزارت ویاند پيتر کوک وویل:
"دا محدود دفاعي بریدونه د عسکرواو بیړیو د ساتنې او زموږ د سمندري خوځښتونو د ازادۍ لپاره وشول."
ده زیاته کړه چې امریکا به زموږ د بیړیو او سوداګریز ترافیک په وړاندې د هر ډول ګواښ پر ضد له ځانه مناسب غبرګون وښیي.