د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۷

نن چهارشنبه د محرم میاشتې لسمه ده


نن چهارشنبه د محرم میاشتې لسمه ده
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:55 0:00

دا هغه ورځ ده چې د حضرت محمد(ص) لمسي حضرت حسین رض سره له کورنۍ د یزیدی لښکر له‎خوا په شهادت ورسېدل. د کابل ښارپه بېلا بېلو برخو کې د اهل تشیع له‎خوا بیرغونه او تور ټوکران چې د حضرت محمد (ص) د لمسي حضرت حسین نوم ورباندې لیکل شوی، تر سترګو کیږي. شیعه ګان همدارنګه په دې مناسبت د ښار په بېلابېلو ځایونو کې خلکو ته ډوډۍ او شیدې ورکوی. د محرم په لسمه ډېرشمېرخلک خیراتونه کوي خو اهل تشیع بیا د ویر مراسم ترسره کوي او ځانونه وهي او خپلې وینې تویوي. د دغو مراسمو لپاره په داسې حال کې تیاری نیول کېږي چې په تېروکلونو کې له یو لړ ننګونو سره هم مخامخ وو او ان حملې هم پری شوي. سږکال هم افغان امنیتي مسؤلین د عاشورا په ورځ د ناامنیو احتمال نه ردوي خو د امنیت د نیولو ډاډ هم ورکوي. ویډیو او ایډیت ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG