د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۴۷

کابل ښار د ده محرم په شپه د خونړیو پېښو شاهد و


کابل ښار د ده محرم په شپه د خونړیو پېښو شاهد و
هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:01:54 0:00

د سې شنبې ماښام ۰۷:۳۰ په کابل ښار کې د سخي پر زیارت وسله‎واله حمله وشوه او دغه حمله د اهل تشیع نورو مذهبي سیمو ته وغځېده. د عیني شاهدانو په وینا په سخي زیارت کې حمله هغه مهال پيل شوه چې په نظامي جامو سمبال یو برید کوونکی دغه زیارت ته دننه شو او په ‌ډزو یې پيل وکړ. دوی وايي چې تر ډېره وخته زایرین د وژل شویو پولیسو له وسلو څخه په استفادې سره له برید کوونکي سره په نښته بوخت وو. له سیمې څخه د ازادي راډیو خبریال د رپوټ پر بنسټ محمدیه جومات او نورې مذهبي سیمې چې د دغه زیارت شاوخوا ته دي هم د نښتو او چاودنو شاهدې وې چې ساعت وړاندې د کابل پر وخت د شپې په ۰۱:۰۰ بجه هم د یوې زورورې چاودنې غږ واورېدل شو. وېډيو او اېډېټ: الیاس صالح

XS
SM
MD
LG