د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۶ لیندۍ ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۲۳

د افغان مېرمنو لپاره وړیا ټیلیفوني روغتیايي خدمات رامنځته شول


د افغانستان د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مسؤلین وايي چې دوی د مېرمنو لپاره په روغتیایي برخه کې وړیا ټلیفوني خدمات رامنځته کړي، تر څو خپلې روغتیايي ستونزې له دې لارې له روغتیایي مؤظفینو سره شریکې کړي.

افغانستان یو دودیز هېواد دی چې په ډېرو کورنیو کې نجونې د بېلابېلو دلایلو او ستونزو له امله نه‌شي کولای خپلې روغتیايي ستونزې د کورنۍ له غړو سره شریکې کړي.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د ځوانانو د چارو معینت د دغه ستونزو د حل په هدف د مېرمنو لپاره د وړیا ټلیفوني اړیکو خدمات برابر کړي تر څو مېرمنې وکولای شي خپلې ستونزې د ټیلیفون له لارې له مؤظفو ډاکټرانو سره شریکې کړي.

کمال سادات د سې شنبې په ورځ د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي د مخنیوي په سیمینار کې وویل، په دغه پروګرام کې غږ نه‌‎ثبتېږي او د هغه چاه شمېره هم خوندي وي چې اړیکې نیسي.

کمال سادات
کمال سادات

هغه زیاته کړه:

"یو سلو شل روغتیایي شمېرې ته ځوانان، خویندې کولای شي په وړیا ډول زنګ ووهي د خپلې روغتیا په برخه کې وړیا مشوره واخلي او که کومه مېرمن او یا هم نجلۍ غواړي چې د درملو په اړه معلومات تر لاسه کړي نو کولاي شي چې د ۱۶۶ شمېرې ته زنګ ووهی."

ازادي راډیو د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت دغه خدمات په ازمایښتي ډول تعقیب کړل، خو له ډېرو هڅو سره سره ونه‌توانېدو چې د ټیلیفون اخوا څوک یا مشوره راکړي او یا دې هم ځواب ووایي.

دا په داسې حال کې ده چې د بشري حقونو خپلواک کمېسیون هم د حکومت د ژمنو د نه‌عملي کېدو او د ښځو په برخه کې د میلونونو ډالرو له حیف او میل کېدو په اړه شکایت کوي.

د دې کمېسیون غړې قدریه یزدان پرست وايي، یو شمېر ښځو د افغان ښځو له نوم نه په ګټې اخیستنې زیاتې پیسې تر لاسه کړي، خو څه ډول چې لازمه وه په دې برخه کې کار نه‌دی شوی.

قدریه یزدان پرست
قدریه یزدان پرست

نوموړې زیاته کړه:

"نړیواله ټولنه او د نړۍ ازاد هېوادونه، د ښځو په نوم د هغوی د حقونو او بلاخره د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي په نوم ډېری پیسې یې دې هېواد ته راوړي چې بدبختانه تر دې دمه د ښځو وضعیت پر اساسي ډول تغییر ونه‌کړ چې په دې کې د ښځو د حامیانو په نوم یو قشر رامنځته شو چې یو ځای ته ورسېدل او د افغانستان مظلومو مېرمنې بېنوا پاتي شوي."

د ملګرو ملتونو له‌خوا د اکټوبر یوولسمه د نجونو ماشومانو نړیواله ورځ ټاکل شوې، خو په افغانستان کې لا هم د دوی حقونو تر پښو لاندې کېږي.

کورنی تاوتریخوالی، په بدو کې ورکول، په کم عمر کې د نجونو ودول، زدکړو ته نه‌لاسرسی او ټولنیزې نا برابرې له هغو مواردو څخه دي چې افغان نجونې لا هم ورسره مخامخ دي.

په همدې حال کې حکومتي چارواکي وايي، دوی د ښځو د ستونزو د هوارۍ لپاره ژمن دي او د دوی په وینا په دې برخه کې یې مهم ګامونه اخیستي او په راتلونکي کې به هم د دوی هڅې روانې وي.

راپور: ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG