د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۰

ګورباچُف: امریکا او روسیې نړۍ خطرناک حالت ته رسولې


د شوروي اتحاد د جمهوریتونو وروستي مشر میخائیل ګورباچُف په امریکا او روسیې غږ کړی چې د سوریې په سر لانجو یې نړۍ یوه خطرناک حالت ته رسولې ده او باید ژر تر ژره دا وضعیت سم شي.

ښاغلي ګورباچُف تېره ورځ د روسیې دولتي رسنۍ ریا نووستي یا "آر، آی، اې" ته ویلي چې د امریکا او روسیې تر منځ د سوریې د جګړو په سر د خبرو درېدل یوه لویه تېروتنه ده او باید دا خبرې له سره پیل شي.

ګورباچُف وروسته له هغه د دغه خطرناکه حالت په اړه خبرداری ورکړی چې امریکا متحده ایالتو سوریه کې د اوربند د ټینګښت په خاطر د روسیې له‎خوا د خبرو د مخته وړلو هڅو ته منفي ځواب ورکړ.

امریکا په روسیې تور پورې کړی چې په دغه هېواد کې د سږ کال ولسمشرۍ انتخاباتو پر مهال د امریکا سیاسي اهداف "هک" کوي.

روسیې د دغه منفي ځواب په غبرګون د اټمي همکاریو یو شمېر موافقې وځنډولې، په سوریه کې او له اروپا سره په پولو کې یې پوځیان زیات کړل او هم‌یې د ناټو په یو قدمي کې په کلېننګراد کې د اټمي وسلو د لېږد وړ میزایلو سیسټم فعاله کړ.

د امریکا او روسیې تر منځ اړیکې لا دمخه د اوکراین په سر خړ پړ شوې دي.

نهه اتیا کلن ګورباچف همداراز په ایسلنډ کې په یوه جلا بیان کې ویلي چې د نړۍ د سترو قدرتونو تر منځ په وروستیو کلونو کې د اړیکو خړ پړ کېدو له اټمي وسلو د یوې خالي نړۍ هیله هم له‎منځه وړې ده.

ښاغلي ګورباچف ویلي تر هغو چې اټمي وسلې وي د هغوی د کارونې خطر هم محسوس دی او باید دا وسلې په کامله توګه له‎منځه لاړې شي.

ګورباچُف چې په ۱۹۹۰ میلادي کې د اټمي وسلو د خنثی کولو د هڅو په لړ کې د سولې نوبل جایزه هم ګټلې ټینګار کړی چې د اټمي وسلو له‎منځه وړل، له ترورېزم سره مبارزه او د طبیعي پېښو د ورانیو مخنیوی باید د ټولو لپاره لومړیتوب واوسي.

راپور: صفي‌الله ستانکزی

XS
SM
MD
LG