د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۰۱

مالیې وزارت: د نړيوالې ټولنې مرستې به په بنسټیزو برخو ولګول شي


د افغانستان د مالیې وزارت وايي، د بروکسل غونډه کې د نړیوالې ټولنې له‎خوا ۱۵،۲ میلیارده مرسته شوې پیسې به د دغه وزارت له لارې په بسټیزو برخو کې ولګول شي.

دا وزارت وايي چې له افغان حکومت سره د نړیوالې ټولنې ۳،۸ میلیارده ډالره کلنۍ مرستې به د کرنې، اوبو انرژۍ، ټرانسپورټ، ټرانزیټ او د ښځو د ظرفیتونو د لوړولو په برخه کې ولګول شي.

د دغه وزارت ویاند اجمل حمید عبدالرحیمزي د یکشنبې په ورځ کابل کې یوې خبري غونډه کې د ازادي راډيو د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل چې د مرسته شویو پيسو ډېره برخه به د ملي بودجې له لارې مصرف شي.

اجمل حمید عبدالرحمیزی د ماليي وزارت ویاند
اجمل حمید عبدالرحمیزی د ماليي وزارت ویاند

ښاغلي عبدالرحمیزي زیاته کړه:

"نړیوالې ټولنې له موږ سره موافقه وکړه چې د مرسته شویو پیسو زیاته برخه به د افغان حکومت لومړیتوبونو ته په پام د ملي بودجې له لارې مصرفېږي او نورې پاتې مرستې به له افغان حکومت سره په همغږۍ د نړیوالې ټولنې له لوري په افغانستان کې لګول کېږي."

د ښاغلي عبدالرحیمزي په وینا افغان حکومت د بروکسل په غونډه کې ښې لاسته راوړنې درلودې.

د مالیې وزارت ویاند زیاتوي د عوایدو د کچې لوړوالی او په ځان د بسیاینې خواته تګ هغه موارد دي چې افغان حکومت‌یې د بروکسل په غونډه کې له نړیوالې ټولنې سره ژمنې کړې دي.

له افغانستان سره د مرستو په اړه د بروکسل غونډه د روانې میلادي میاشتې په څلورمه او پنځمه د بلجیم په پلازمېنه بروکسل کې جوړه شوه او په دغې غونډه کې نړیوالې ټولنې له افغانستان سره تر راتلونکو څلورو کلونو پورې د ۱۵،۲ میلیارده ډالرو د مرستې اعلان وکړ.

په ورته وخت کې د افغانستان د مشرانو جرګې غړي له دغو مرستو د هرکلي تر څنګ ټینګار کوي چې افغان حکومت مرسته شوې پیسې په مناسبو لارو ولګوي.

د اقتصادي چارو افغان کارپوه عارف ظریف وايي، که افغان حکومت د مرسته شویو پیسو د لګولو د څرنګوالي لپاره یو منظم پروګرام جوړ نه‌کړي، نو د تېر په څېر به حیف او مېل شي.

ښاغلي ظریف زیاته کړه:

"که ښه مدیریت شي دا یو لوی مبلغ دی، حکومت‌یې باید د مصرف لپاره یو منظم پروګرام طرح کړي، په لومړي سر کې خپل لومړیتوبونه تثبیت کړي او دغه پیسې د هغې له مخې مصرف کړي، له هغه پرته به د پخوانیو مرسته شویو پیسو په څېر حیف او میل شي."

بل‎خوا د کابل پوهنتون د اقتصاد برخې یو شمېر استادان وايي، دا چې افغان حکومت ۴۰ په سلو کې د اوسنۍ بودجې د مصرف وړتیا نه‌لري، د دوی په باور د دغو مرستو د مصرف وړتیا د افغان حکومت له مدیریت څخه وتلې خبره ده.

په ورته وخت کې د افغانستان د مالیې وزارت وايي چې حکومت د ملي بودجې ډېره برخه مصرف کړې او په ځان د بسیاینې خواته تلل هغه ژمنه ده چې نړیوالې ټولنې له دوی اخیستې او دوی هم په یاده برخه کې د پام وړ ګامونه پورته کړي دي.

راپور: رحمت‌الله افغان

XS
SM
MD
LG