د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۵۱

د جمهوريت غوښتونکو وتلې څېرې: د ښاغلي ټرمپ ملاتړ نه‌کوو


په داسې حال کې چې د امريکا د جمهوري رياست د انتخاباتو کانديدان ډونالډ ټرمپ او هېلري کلېنټن دوهمې مخامخ مناظرې ته چمتووالى نيسي، وتلو جمهوريت غوښتونکو ويلي چې نور د ښاغلي ټرمپ ملاتړ نه‌کوي.

د امريکا د ولسمشرۍ انتخاباتو د دواړو کانديدانو تر منځ دغه مناظره به د افغانستان پر وخت د دوشنبې د سهار پر شپږنيمو بجو په داسې حال کې وشي چې د جمهوريت غوښتونکو ګوند ځينو وتلو څېرو وروسته له هغې د ډونالډ ټرمپ له ملاتړه لاس واخیست چې په يوه مخکنۍ وېډيو کې د ښاغلي ټرمپ ځينې پاروونکې خبرې د جمعې په ورځ خپرې شوې.

په دې وېډيو کې چې په ٢٠٠٥ میلادي کال کې ثبت شوې ډونالډ ټرمپ د ښځو په اړه سپک الفاظ کارولي او پر خپل دې چلند چې ښايي جنسي تېرى وګڼل شي، وياړي.

جمهوريت غوښتونکو سناتورانو، د استازو جرګې غړو، واليانو او نورو وتلو سياستوالو له ښاغلي ټرمپ غوښتنه کړې چې له انتخاباتي مبارزو لاس واخلي.

خو سيالې کانديدې هېلري کلېنټن د ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې ټکان ورکوونکې او بېروونکې ګڼلې دي.

هېلري کلېنټن د ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې ټکان ورکوونکې او بېروونکې ګڼلي.
هېلري کلېنټن د ډونالډ ټرمپ هغه څرګندونې ټکان ورکوونکې او بېروونکې ګڼلي.

د امريکا د جمهوري رياست د انتخاباتو کانديد ډونالډ ټرمپ د خپلو مخکنيو څرګندونو له کبله په يوه وېډيويي پيغام کې بخښنه غوښتې ده.

ټرمپ وايي:

"ما هېڅکله نه‌دي ويلي چې زه مناسب سړى يم. نه مې هڅه کړې داسې څوک واوسم چې نه‌يم. ما ځينې شيان ويلي او کړي چې ورباندې پښېمانه يم. هغه وېډيو چې څه باندې ۱۰ کاله مخکې ثبت شوې وه په‌کې راغلې خبرې يو دغسې مورد دى. هر څوک چې ما پېژني پوهېږي چې دغه خبرې زما شخصيت نه‌څرګندوي. ما دا خبرې کړي، زه په غلطه وم او بخښنه غواړم."

خو ښاغلي ټرمپ ويلي دي، د نوامبر د اتمې د انتخاباتو لپاره به خپلې انتخاباتي مبارزې ته ادامه ورکړي.

ښاغلي ټرمپ په دې تازه وېډيويي پيغام کې د خپلې سيالې کانديدې هېلري کلېنټن پر خاوند بېل کلېنټن هم چې پخوا د امريکا ولسمشر هم و، انتقاد وکړ او ويې‌ويل، بېل کلېنټن هم په حقيقت کې له ښځو ناوړه ګټه اخيستې، پر هغوى يې تېرى کړى او رسوا کړي يې دي.

خو د الاسکا ايالت جمهوريت غوښتونکي سناتور دان سوليوان «Dan Sullivan» د ډونالډ ټرمپ د جنجالي خبرو تر خپرېدو وروسته وويل، ټرمپ بايد له کانديداتورۍ لیرې شي.

په همدې حال کې د امريکا د بهرنيو چارو پخوانۍ وزيرې کانډو ليزا رايس (Condoleezza Rice) هم پر خپل فېسبوک ليکلي، ټرمپ بايد له کانديداتورۍ لاس واخلي.

​مېرمن رايس زياته کړې، د جمهوري رياست لپاره د داسې چا ملاتړ کوي چې د دې مقام وړ وي.

رايس : ټرمپ بايد له کانديداتورۍ لاس واخلي.
رايس : ټرمپ بايد له کانديداتورۍ لاس واخلي.

په همدې حال کې د کلفورنيا ايالت پخواني والي او د فلمونو لوبغاړي ارنولډ شوارزنېګر (Arnold Schwarzenegger) له جمهوريت غوښتونکو هيله کړې چې د ټرمپ له ملاتړه لاس واخلئ چې دا مو مسؤليت هم دى، د ده په خبره دا غوره نه‌ده چې د خپل ګوند ګټې د خپل هېواد تر ګټو مهمې وبولئ.

د امريکا جمهوريت غوښتونکي سناتور جان مککېن چې په ٢٠٠٨ میلادي کال د جمهوري رياست په انتخاباتو کې د جمهوريت غوښتونکو کانديد و، په يوه اعلاميه کې وويل، دى به خپله رأيه ټرمپ ته ورنه‌کړي، خو ده له ټرمپه غوښتنه ونه‌کړه چې له خپلې کانديداتورۍ لاس واخلي.

XS
SM
MD
LG