د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۰۲

ډونالډ ټرمپ او هېلري کلېنټن دوهمې مناظرې ته تیاری نیسي


په داسې حال کې چې د امریکا د ولسمشرۍ د انتخاباتو لپاره څه کم یوه میاشت پاتې ده، د جمهوري غوښتونکو او ډموکراټ ګوندونو کاندیدان ډونالډ ټرمپ او هېلري کلېنټن نن د ولسمشرۍ د دوهمې مناظرې لپاره تیاری نیسي.

دغه مناظره د میزوري په سنټ لوییس کې د افغانستان په وخت د سهار په شپږنیمو بجو، په داسې حال کې ترسره کېږي چې ډېرو نورو جمهوري غوښتونکو د ټرمپ د هغو ثبت شویو څرګندونو په خاطر چې د جمعې په ورځ خپرې شوې او هغه په‎کې د ښځو په اړه پوچې او داسې څرګندونې کړي چې هغه جنسي تېری انګېرل کېدای شي، د هغه له ملاتړه لاس اخیستی دی.

جمهوري غوښتونکو سناتورانو، د استازو جرګې غړو، والیانو او پخوانیو سیاسي څېرو له ټرمپه غوښتي چې له کاندیدۍ لاس واخلي.

د هغه رقیبې مېرمن کلېنټن د هغه څرګندونې وحشتناکې بللې دي.

د کلېنټن مرستیال تېم کېن د تېرې جمعې په ورځ په لاس وېګاس کې خبریالانو ته وویل:

"دغه څرګندونې زما په نس درد راولي، زه ان نه‌غواړم هغه کلمات په خوله راوړم چې هغه مخکې ښځو ته کارولي او هغوی یې د خنځیر، سپیو او سپکو په نامه یادې کړې وې."

ټرمپ چې یو میلیارډر دی، د خپلو څرګندونو په خاطر بخښنه غوښتې خو ویلي یې دي چې د نوومبر د اتمې د انتخاباتو لپاره به خپل کمپاین مخ ته یوسي.

XS
SM
MD
LG