د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۹

د پاکستان د استخباراتي ادارې "ISI "مشر له دندې لیرې کېږي


د پاکستان امنیتي مقاماتو ادعا کړې چې ددې هېواد د استخباراتي ادارې ISI مشر جنرال رضوان اختر ښایي په ځو اوونیو کې له دندې ګوښه او پر څای یې بل مشر وټاکل شي.

د پاکستان یوې معتبرې انګریزي ورڅپاڼې "نیشن Nation" د شنبې په ورځ ددې هېواد د یوه جګپوړي امنیتي چارواکي په حواله چې نوم یې نه دی اخیستی، ادعا کړې چې د استخباراتي ادارې ISI د اوسني مشر رضوان اختر د لرې کولو او پرځای يې د نوي مشر د ټاکلو لپاره چمتووالی روان دی.

جنرال اختر د ۲۰۱۴میلادي کال په نومبر کې د درېیو کلونو لپاره د پاکستان د استخباراتي ادارې ISI مشر وټاکل شو.

تر دې مخکې نوموړي په کراچۍ کې د رینجرز ځواکونو د عمومي قوماندان په توګه هم دنده تر سره کړې وه.

که ځه هم ددغه ورڅپاڼې راپور د رضوان اختر د لیرې کولو لامل نه دی ښودلی، خو د نوموړي د لیرې کولو اوازه تر هغې وروسته خپرېږي چې څو ورځې وړاندې د پاکستان یوې بلې ورڅپاڼې Dawnډان پخپل راپور کې ویلي و چې ددې هېواد سیاسي حکومت له پوځیانو د ټولو ترهګرو پرضد د عملیاتو غوښتنه کړې وه.

ډان ورځپاڼې پخپل راپور کې په دې اړه ويلی وو:

"د پاکستان سیاسي واکمنو د دغه هېواد پوځ ته په ښکاره ویلي چې یا د ترهګرو ملاتړ پرېږدئ او یا بیا په نړیواله کچه ځان یواځيتوب ته تیار کړئ."

دغه ورځپاڼې ادعا کړې وه چې تېره اوونۍ په یوه غونډه کې د پاکستان د پنجاب صوبې وزیر اعلی وزیر شهباز شریف د استخباراتي ادارې مشر جنرال اختر ته په څانګړې توګه ویلي چې "د پاکستان څارګرې ادارې باید د جیش محمد، لښکرطیبه او حقاني شبکې پر ضد له زړه ګام پورته کړي".

د دغې ورځپاڼې په خبره، سیاسي مشرانو پوځ ته ويلی چې که د دغو ترهګرو ډلو پر ضد ګام نه پورته کوئ بیا په نړیواله کچه یواځیتوب ته ځان چمتو کړئ.

نېشن ورځپاڼې پخپل راپور کې د امنیتي چارواکي په حواله ویلي چې د رضوان اختر د بدلون رسمي اعلان ښايي د پوځ د مشر جنرال راحیل شریف د مودې تر پوره کېدا او د دویم ځل لپاره د خپلې دندې د مودې د غځولو یا نه غځولو تر پریکړې وروسته وشي.

په پاکستانیو رسنیو کې د سیاسي مشرانو او پوځ ترمنځ د خبرو او همدراز د استخباراتي ادارې د مشر دبدلولو بیان په داسې وخت کې راځی چې په دې وروستیو کې د باکستان ګاونډي هېوادونه پاکستان د وسله والو پر ملاتړ تورنوي او د امریکا متحده ایالات يې له پاکستانه غواړي چې پر خپله خاوره د ټولو ترهګرو پر ضد یو شان عملیات وکړي.

که څه د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند د تېرې پنجشبې په ورځ په خپلې اوونیزې خبري غونډه کې د ډان ورځپاڼې پر بیان له څه ویلو ډده کړې وه، خو د پاکستان د وزیراعظم دفتر دغه راپور بې بنسټه بلل شوی.

په دې وروستیو کې د کابل او اسلام اباد او اسلام او ډیلي اړیکي هم له دې امله ترینګلي شوي چې هند او افغانستان پر پاکستان تور لګوي چې د ترهګرو ملاتړ کوي او خاوره يې په دواړو هېوادونو کې د ترهګرۍ لپاره کارېږي.

پاکستان چې په دې وروستیو کې يې له هند سره یو ځل بیا اړیکي خرابې ان د جګړې تر ګواښونو ورسېدې چې وسله والو ترهګرو په هندي کشمیر کې د هندي پوځیانو پر یوه کیمپ برید وکړ او لږ تر لږه ۱۸ هندي سرتېري یې پکې ووژل.

هندي چارواکو ددغه برید مسؤلیت پر پاکستان واچاوه، خو پاکستان د هند تورونه رد او بې بنیاده وبلل.

د یادونې وړ ده چې تر دې دمه لا د پاکستان دولتي او پوځي مقاماتو د استخباراتي ادارې د مشر د لیرې کولو په اړه د Nation ورځپاڼې د راپور په اړه رسمي غبرګون نه دی ښودلی.

XS
SM
MD
LG