د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۶

د روسۍ ژورنالیستې"پولیتکوفسکایا"د کورنیو او دوستانو غوښتنه


د روسۍ ژورنالیستي «انا پولیتکوفسکایا» پر قتل د یوې لسیزې له تېرېدو سره، لا هم د هغې کورنۍ او دوستان وايي، هغه څوک باید وپېژندل او محاکمه شي چې د هغې د قتل حکم یې کړی و.

«انا پولیتکوفسکایا» په روسیه کې له ډېرو پېژندل شوو ژورنالیستانو ګڼل کېده چې د جمهور رئیس ولادیمیر پوتین پر کړنلارو او په چیچینیا کې د مشر رمضان قدیروف د واکمنۍ په اړه یې انتقادي رپوټونه لیکل او خپرول.

انا پولیتکوفسکایا د ۲۰۰۶ میلادي کال د اکټوبر په اوومه، په مسکو کې نا څرګندو کسانو د هغې د کور مخکې وویشتله او ووژله.

د انا پولیتکوفسکایا زوی «ایلیا پولیتکوفسکي» په وروستۍ لسیزه کې د خپلې مور دقتل په اړه د څېړنو څارنه کړې او وايي چې د پېښې عاملین لا هم نه دي څرګند.

د پولیتکو فسکایا کورنۍ وايي، دا باید څرګنده شي چې د قتل اصلي طراح څوک و او د چا په حکم دا کار شوی دی؟

ایلیا پولیتکوفسکي په مسکو کې د ازادې اروپا خبریال ته ویلي:

"داسې څرګندېږي چې د څېړنو په وړاندې یو بند پروت دی ځکه مسؤلیت یې ظاهراً هغو کسانوته سپارل شوی چې دا قتل یې ترسره کړی دی."

انا پولیتکوفسکایا د قتل پرمهال ۴۸ کلنه وه.

دې په مسکوکېد "نوایا ګزیتا" مجلې ته رپوټونه جوړول.

هغې په روسیه کې پر بشري حقونو د تېریو او په چیچنیا کې د روانو ناکراریو په اړه پراخې څېړنې هم کړې وې.

د پولیتکوفسکایا قتل د روسیې پر مدني ټولنې او بشري فعالانو بې اغېزې نه و او په نړیواله کچه یې د روسیې موقف ته زیان پېښ کړ.

دروسیې حکومت په ۲۰۱۴ میلادي کال کې ۵ تنه چې ۳پکې د چیچنیا و د انا پولیتکوفسکایا په قتل مجرم و پېژندل او ۲ تنه یې په عمر قید محکوم کړل.

خو د پولیتکوفسکایا کورنۍ او دوستان دا اقدام کافي او عادلانه نه ګڼي.

هغوی وايي چې د پېښې اصلي طراحان باید ونیول او محاکمه شي.

د پولیتکو فسکایا زوی، له ازادي اروپا راډیو سره د خپلې مور د قتل د څېړنې په اړه په خبرو کې د یوه بل روسي سیاسي فعال، بوریس نیمڅوف د قتل یادونه وکړه.

نیمڅوف چې یومهال د روسیې د صدراعظم د مرستیال په توګه کار کړی او د اپوزیسیون له پېژندل شوو مشرانو و، د ۲۰۱۵ میلادي کال د فبرورۍ په ۲۷ په مسکو کې د ناڅرګندو کسان له خوا ووژل شو.

څېړونکو ته څرګنده شوې چې پر نیمڅوف د حملې لپاره وسله والو ته لږترلږه ۲۴۰ زره ډالر ورکړ شوي و.

خو د پولیتکوفسکایا زوی وايي، دا باید څرګنده شي چې د نیمڅوف قاتلینو ته دا پيسې چا ورکړې وې او چا یې امر کړی و؟

د نیمڅوف د قتل په اړه څېړنې د اکټوبر په درېیمه د مسکو په پوځي محکمه کې پیل شوې خو د هغه کورنۍ او د اپوزیسیون پلویانو د روسیې پر حکومت تور پورې کړی چې د نیمڅوف د قتل او په چیچنیا کې د ځيني سرچینو ترمنځ اړیکو ته يې پام نه دی کړی.

دا کسان پر کریملن تورپورې کوي چې د چیچینا د مشر رمضان قدیروف له ویرې دا کار نشي کولائ.

د اناپولیتکوفسکایازوی ویلي، د بوریس نیمڅوف او د هغه د مور قتل ډېر ورته والی سره لري، په ځانګړي ډول دا چې د روسیې حکومت یوشمېر کسان ولس ته په دواړو مواردو کې د قاتلینو په توګه ور پېژندلي خو د قتلونو اصلي طراحان لا هم نه دي څرګند.

د انا پولیتکو فسکایا زوی وايي، د روسیې حکومت له یوه لوري ادعا کوي چې د نیمڅوف او پولیتکوفسکایا د قتل په اړه پر ټولو امکاناتو غور کوي خو په حقیقت کې یې داسې کار نه دی کړی.

د مسکو چاپ "نوایا ګزیتا"د اکټوبر د میاشتې ګڼه د انا پولیتکوفسکایا د ژوند او ژورنالیستیکي هڅو لپاره ځانګړې کړې وه.

دګڼې پر لومړي مخپه چیچنیا کې د قدرت ټینګولو لپاره د رمضان قدیروف پرهڅو او له کریملن سره د هغه د نږدې اړیکو په اړه د خبریالې یلینا میلاشینامقاله خپره شوې وه.

میلاشینا په دې مقاله کې استدلال کړی چې هغه سیاسي جوړجاړی چې یومهال د پوتین او قدیروف ترمنځ موجود وو، تر وخت تېر شوی دی.

د میلاشینا په وینا، هغه قدیروف چې د کریملن چارواکو د زیاتې وفادارۍ له امله د چیچنیا واکمن ټاکلی و، ښايي د روسیې قوانینو ته د کم اهتمام له امله هلته د بېلتون غوښتونکو یو بل خطرناک موج را پورته کړي.

د "نوایا ګزیتا" د اکټوبر ګڼې پر پشتي، د انا پولیتکوفسکایا عکس خپور شوی او ورسره لیکل شوي:

"پولیتکوفسکایا لس کاله مخکې ووژل شوه، موږ باور لرو چې هغه په چیچنیا کې د کارله امله وژل شوې ده."

XS
SM
MD
LG