د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۳

بان کي مون: نړۍ باید د ۲۰۲۰ کال وروسته هم افغانستان سره پاتې شي


ملګري ملتونه، اروپايي ټولنه او د نړۍ د یو شمېر هېوادونو استازي ټینګار کوي چې نړیواله ټولنه به د افغانستان د ښه راتلونکي باب پرانیزي.

نړیواله ټولنه وايي، سولې او ثبات ته د رسېدو لپاره له افغانستان سره د اوږدمهاله ملاتړ ژمنه کوي چې د دوی دا ملاتړ به دغه هېواد ته نوی راتلونکی ورکړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي بان کي مون د چهارشنبې په ورځ د بروکسل په غونډه کې وویل چې افغانستان د سولې او ثبات وړ دی او له نړیوالې ټولنې یې وغوښتل چې د یوه باثباته افغانستان لپاره دې له ۲۰۲۰ میلادي کال ور هاخوا هم د افغانستان تر څنګ پاتې شي.

د ملګر ملتونو سرمنشي بان کي مون
د ملګر ملتونو سرمنشي بان کي مون

هغه زیاته کړه:

"موږ باید د افغانستان او سیمې د سولې د پروسې څخه ملاتړ وکړو، افغانان د دې وړ دي چې له ځان سره نړیوال ملاتړ ولري او دا ملاتړ د څو راتلونکو کلونو لپاره مهم دی."

دا په داسې حال کې ده چې افغان حکومت شاوخوا دوه اوونۍ وړاندې د سولې تر اوږدو خبرو وروسته له حزب اسلامي سره د روغې جوړې هوکړه‌لیک لاسلیک کړه.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د بروکسل په کنفرانس کې دا یوه لاسته راوړنه یاده کړه او ویې‌ویل چې د افغانستان سیاست کله هم تخریبي نه‌دی بلکې د حزب اسلامي سره د سولې د تفاهم‌لیک لاسلیک د ډار اچوونکو لپاره یو واضح پیغام دی.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني
افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ښاغلي غني په دې غونډه کې له نړیوالو وغوښتل چې د ترورېزم د ختمولو لپاره دې د سیمې په هېوادونو تمرکز وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر جان کري دې غونډې ته وویل چې نړیواله ټولنه د افغانستان تر څنګ ده او طالبان کله هم نه‌شي کولای چې د زور له لارې هدف ته ورسېږي.

جان کري: طالبان د جګړې په میدان کې هېڅکله نه‌شي بریالي کېدای.
جان کري: طالبان د جګړې په میدان کې هېڅکله نه‌شي بریالي کېدای.

نوموړي زیاته کړه:

"د جګړې د ابرومندانه پای ته رسولو لپاره یوه لاره شته چې طالبان‌یې باید غوره کړي، دوی د جګړې په میدان کې هېڅکله نه‌شي بریالي کېدای بلکې یوازې له افغان حکومت سره د سولې او روغې جوړې له لارې کېدای شي چې دایمي ثبات ټینګ شي او د بهرنیو ځواکونو وتو ته لار اواره شي او د طالبانو هدف هم دا دی."

هندوستان، پاکستان، ایران، روسیه او چین هغه هېوادونه دي چې د افغانستان سره په سیمه کې پراته او جان کري ورڅخه وغوښتل چې د افغانستان سره د سولې او ثبات په برخه کې ملاتړي وي.

خو د ترورېزم سره د مبارزې په برخه کې د نړیوالو دې ژمنو ته په کتو افغان کارپوهان وايي چې نړیواله ټولنه دې یوازې د افغانستان سره په مرستو کفایت نه‌کوي بلکې د ترورېزم په ملاتړو هېوادونو دې هم خپل غږ یو کړي.

د نړیوالو چارو یو کارپوه انتظار خادم په دې اړه وویل:

"نړیوالې ټولنې ته هم دا معلومات شته چې کوم هېوادونه د ترورېزم ملاتړي دي او اوس د دې وخت راغلی چې دوی اوس نه‌یوازې په افغانستان کې د تروېزم په وړاندې جدیت ښکاره کړي بلکې باید د ترورېزم په ملاتړو په تېره بیا پر پاکستان فشار راوړي او هغه مکلف کړي چې په افغانستان کې د سولې سره مرسته وکړي."

د بروکسل غونډه د ۷۰ څخه د ډېرو هېوادونو او د ۲۰ څخه د ډېرو نړیوالو سازمانونو په ګډون د چهارشنبې په ورځ په بلجیم کې جوړه شوه چې ګډون کوونکو یې د افغانستان د یوازې نه‌پاتې کېدو ژمنه وکړه.

خو د چارو څېړونکی انتظار خادم هیله لري چې که نړیواله ټولنه د افغانستان سره په مرستو کې رښتینی پاتې کېږي باید هغه هېوادونه چې افغانستان ته ترورېزم استوي د ترورېزم ملاتړی هېواد معرفي کړي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG