د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۳

د بروکسل کنفرانس او د کندز پر جګړې نړيوالې تبصرې


د نړۍ یو شمېر معتبرو ورځپاڼو د افغانستان په اړه په دوو موضوعګانو تمرکز کړی: د بروکسل کنفرانس او د کندز جګړه.

د نيشنل انټرسټ ورځپاڼه خپله مقاله په دې سرلیک پیلوي چې ولې باید مرستندویان د بروکسل په کنفرانس کې یو ځل بیا ژمنه وکړي؟

ورځپاڼه لیکي:

د افغانستان ثبات او ټینګښت د امریکا او د ده د نړیوالو او سیمه ييزو متحدینو په ګټه دی.

د نیشنل انټرسټ په لیکنه، په سیمه کې د لویدیځ د دوست حکومت د پرزېدنې بیه ډېره زیاته ده او ښايي د افراطی ډلو لپاره د برید لاره خلاصه کړي.

ورځپاڼه په دې ځای کې په افغانستان کې امنیت او ښه حکومت کولو ته چې د نړیوالې ټولنې لپاره اهم بلل کېږي، اشاره کړې.

په امنیتي برخه کې طالبانو، د نیشنل انټرسټ په لیکنه، له ګواښونو سره سره، کوم لوی ښار نه دی ترلاسه کړی.

د مقالې لیکونکي په دې هم تمرکز کړی چې وسله‎وال طالبان د افغانستان په بېلابېلو سیمو کې خپلو وسله‎والو بریدونو ته دوام ورکوي.

اما په وړاندې یې افغان امنیتي ځواکونه د سختو مرګ ژوبلو په منلو تلپاتې قوت دی.

ورځپاڼه دغه راز لیکي:

د افغانستان د حکومت کولو په چارو کې اداري فساد له سترو ننګونو څخه دی چې د اقتصادي او پانګوالي پرمختګ او ان د افغان امنیتي ځواکونو د مؤثریت یا ګټورتوب خنډ ګرځي.

د نیشنل انټرست په لیکنه، د بروکسل کنفرانس د افغانستان حکومت او د ده نړیوالو شریکانو ته یو فرصت دی څو د دغه هېواد پرمختګ، مشخصواهدافو او ظرفیتونو ته ژمنه وکړي.

نیویارک ټایمز:

د نیویارک ټایمز امریکایي ورځپاڼې د وسله‎والو طالبانو په لاس د کندز د ښار د یوې برخې د راپرزونې ټکي ته پام اړولی.

ورځپاڼې د سیمې د اوسیدونکو له قوله رپوټ ورکوي چې ملکي کسان د کندز د نښتو په سیمو کې راګېر شوي وو او افغان ځواکونو او وسله‎والو طالبانو یې له کورونو نه د یو بل په نښه کولو کې کار اخېسته.

نیویارک ټایمز د کندز د ښار د یو بل اوسیدونکي سردار مرادي څرګندونې هم خپرې کړي چې وایي:

زیاتره طالبان د خلکو له کورونو نه د پناهځایونو په توګه استفاده کوي.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼه په دوام کې لیکي:

که څه هم چې طالبان د افغانستان په ځینو سیمو کې حضور لري، افغان او نړیوال چارواکو د سټراټیژیکو او له ګڼه ګوڼې ډکو سیمو د ساتنې په خاطر د یوه ځواک د جوړښت په باب څېړنې پیل کړي دي.

مرادي چې د کندز- چهاردرې لویې لارې ته نېږدې ژوند کوي دا هم ویلي:

طالبانو د کندز اوسیدونکو ته وویل چې خپلې دروازې بندې کړي او نه دې خلاصوي.

واشنګتن پوسټ:

واشنګتن پوسټ، یوه بله امریکایي ورځپاڼه لیکي؛ طالبانو، مالي مرستو ته د افغانستان د حکومت د غوښتنې په درشل کې خپل بریدونه پیل کړل.

د ورځپاڼې په لیکنه، کندز او هلمند کې د طالبانو بریدونه، منډو رامنډو او هم مختلفو سیمو ته د دې ډلې د افرادو د رسېدو پیغام ته پام اړوي.

واشنګټن پوسټ دغه راز لیکي:

افغان ځواکونو د کندز په ښار باندې څو هوایي بریدونه کړي دي او امریکایي چارواکو ویلي چې د افغان ځواکونو سره د همکارۍ او د تجهیزاتو د لېږدولو هر ډول تیاری لري.

د ورځپاڼې په لیکنه، وسله‎والو طالبانو له دوو میاشتو راهیسې د کندز په ښار باندې خپل بریدونه زیات کړي دي.

واشنګټن پوسټ د هلمند په باب لیکي چې وسله‎والو مخالفینو په ټولنیزو شبکو کې د ځینو سیمو د نیولو انځورونه خپاره کړي دي او له هغه سره جوخت، د امریکې د اردو سلاکارانو په هلمند کې له افغان ځواکونو نه وغوښتل څو له ټولنیزو او انټرنیټي شبکو څخه په استفادې سره خلکو ته ووايي چې اهمې سیمې یې نه دي خوشې کړي.

XS
SM
MD
LG