د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۲

ننګرهار کې ۱۰ بېلابېلې پروژې پرانیستل شوې


د عامې روغتيا وزیر وايي، د هند او سعودي عربستان په مالي مرسته به په ننګرهار ولایت کې د روغتیا په برخه کې شته ستونزې هوارې شي.

ډاکټر فيروزالدین فیروز د شنبې په ورځ ننګرهار ته د خپل سفر پر مهال چې د سعودي عربستان او هند هېوادونو سفيران هم ورسره وو په دې ولایت کې د لسو روغتيايي پروژو د پيل خبر ورکړ.

نوموړي وويل د روغتيا په برخه کې دغه لس مختلفې پروژې به د ۷ اعشاریه پنځه ميلیونه ډالرو په ارزښت د هند او سعودي عربستان هېوادونو په مالي مرسته ورغول شي.

ډاکټر فیرزوالدین فیرزو
ډاکټر فیرزوالدین فیرزو

هغه زیاته کړه:

"نن موږ د لسو پروژو پرانیسته وکړه چې له دې لسو څخه د نسايي ولادي په برخه کې د فاطمته‌الزهرا روغتون رغونه ده چې د سعودي عربستان په مالي مرسته او همدارنګه د روغتيايي متوسطه ښوونځي جوړول چې دا هم د عربستان په مرسته جوړېږي چې پنځه میلیونه ډالر پرې مصرف راځي او د حصارک او شېرزاد ولسواليو لپاره د پنځوس بستریز کلنیک جوړول چې هر یوه باندې یوميلیون ډالر مصرف راځي او د افغانستان حکومت لخوا ورکول کېږي او پاتې نورې روغتيايي پروژې چې په نورو ولسوالیو کې جوړېږي هغه د هندوستان هېواد په مالي مرسته چې شاوخوا یو میلیون ډالره مصرف پرې راځي تمويل شوي هيله لرو چې ددې پروژو په ترسره کېدو سره وکولای شو د ننګرهار د خلکو لویه برخه ستونزې حل شي."

په همدې ناسته کې د ننګرهار والي سلیم خان کندزي په دې سیمه کې د نفوس د زیاتوالي انديښنې شریکې کړي چې په خبره يې د جلال اباد مرکزي روغتون د خلکو اړتیاوې نشي پوره کولای.

نوموړي هيله ښکاره کړه چې ددې پروژو په تطبیق سره به د روغتيا په برخه کې ددې ولایت د خلکو ستونزې تر یوه بریده هوارې شي.

د ننګرهار والي سلیم خان کندزي
د ننګرهار والي سلیم خان کندزي

هغه زیاته کړه:

"د دې ځای دی چې د ورور او دوست هېواد سعودي عربستان او دوست هېواد هندوستان او جرمني او د عامې روغتیا وزارت نه مننه وکړم چې د دې ټولو پروژو مالي مرسته يې په غاړه اخیستې او هیله لرم چې ددې پروژو په ترسره کېدو سره به د ننګرهار د ولسونو ستونزې تر یوه حده حل شي."

د عامې روغتيا وزارت د مسؤلینو په وينا په ډېر نېږدې وخت کې به په جلال اباد کې د ګردو د درملنې روغتون چې تعميراتي چارې یې پخوا بشپړې شوي فعاله شي.

خو کتوونکي بيا وايي، د ګردو روغتون او په دې ولایت کې د سیمې په کچه د سل بستریز روغتون د جوړېدو ژمنې هر کال تازه کېږي، خو د وعدو سره سم ورته عملي بڼه نه ورکول کېږي.

راپور: شاه محمود شینواری

XS
SM
MD
LG