د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۵۲

سوداګرۍ وزارت د سوداګرۍ د جواز ورکونې نوې پروسه پیل کړې


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت مسؤلین وايي، تر دې وروسته به د سوداګرۍ او پانګونې جوازونه د "تشبث جواز"په نامه له یوې واحدي مرجع څخه ورکول کېږي.

یاد وزارت وايي، د سوداګرو او پانګوالو د ستونزو حل د حکومت د کارونو په لومړیتوبونو کې ځای لري.

د سوداګرۍ او پانګونې لپاره د "واحد جواز" یا د متشبثینو د جواز موده له یوه کال څخه درېیو ته پورته کول او د جواز اخیستلو پړاوونه له ۵۲ څخه ۹ ته را کمول هغه اصلاحات دي چې د نویو جوازونو د اخیستلو په پروسه کې ورته ځای ورکړل شوی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر وايي چې د "تشبث جواز "په نامه د جواز اخیستلو لړۍ د دغه وزارت له عمومي ریاست څخه پيل شوه.

همایون رسا د چهار شنبې په ورځ په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل چې حکومت تل هڅه کړې چې د سوداګرو او پانګوالو ستونزې هواري کړي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا
د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزیر همایون رسا

هغه زیاته کړه:

"زموږ پر له پسي کوښښونه د دې سبب شول چې د سوداګرۍ او پانګوني جوازونه چې مخکې د سوداګرۍ او صنایعو وزارت او ایسا ادارې له خوا ورکول کېدل یو ځای کړل او اوس له یوې واحدې مرجع ورکول کېږي، د ملي وحدت حکومت د خصوصي سکټور مسایل په جدي توګه په نظر کې نیولي دي، د پانګونې لپاره واحد جوازونه هغه څه دې چې د حکومت پاملرنه دغو مسایلو ته ښیي."

ښاغلي رسا زیاته کړه چې تردې مخکې د تشبث جواز صادرېدل څو ورځې وخت نیوه او اوس دغه پروسه په یوه ورځ کې بشپړېږي.

د سواګرۍ او صنایعو وزارت د معلوماتو پر اساس تر دې وړاندې د سوداګرۍ او پانګونې جوازونه د سوداګرۍ وزارت او ایسا ادارې له خوا ورکول کېدل او اوس دغه جوازونه یوازې له یوې مرجع ورکول کېږي.

د سوداګرۍ او صنایعو وزیر زیاته کړه چې حکومت دغه اسانتیاوي د کورنيو تولیداتو د ودې او د اقتصاد د پیاوړتیا په خاطر سوداګروته برابروي، ترڅو سوداګر په افغانستان کې پانګونه وکړي او په هېواد کې د ننه خپل تولیدات ډېر کړي.

له بلي خوا یو شمېر افغان سوداګر او پانګوال د حکومت له دې کار څخه خوښي ښیي او ټینګار کوي چې حکومت دې نور هم د سوداګرو ستونزو ته جدي پام وکړي.

د دغو سوداګرو له جملې څخه یوه تن ازادي راډیو ته داسې وویل:

"دغه تجارتي او تولیدي جوازونه چې یې سره یوځای کړل دا یو نېک اقدام دی، خدای دې وکړي چې د بروکسل کنفرانس وروسته هم په دغه انرژې مخته ولاړ شې، لکه څنګه چې اوس ځي، ان شاءالله هیله لرو چې دغه ستونز به هواري شي، یوازي د سوداګر او صنعت کار تر منځ ستونزه دا ده چې کله دوی کلنۍ محاسبه کوي، د سختو ستونزو سره مخ کېږې،هلته همغه زوړ سیسټم دی او کوم قوانین چې دوی یې لري شفاف نه دې."

له بلي خوا د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر عتیق الله نصرت چې په دغه خبري ناسته کې ېې ګډون کړی و وویل چې د جواز د اخیستلو پروسې د ساده کولو سره به د وخت د ضایع کېدو او فساد مخه هم ونیول شي.

ښاغلي نصرت زیاته کړه چې د سوداګرۍ او پانګونې د جواز پروسې ساده کول به ښه نتایج ولري او په هېواد کې به سوداګرو او پانګوالوته ښه زمینه برابره شي.

راپور: سباوون کاکړ

XS
SM
MD
LG