د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۶

امنیتي چارواکي: هلمند کې امنیتي پوستې طالبانو ته نه‌دي پرېښودل شوي


د افغانستان د کورنیو چارو وزارت هغه راپورونه ردوي چې د هلمند ۱۵۰ امنیتي پوستو دې سقوط او یا هم د وسله‎والو طالبانو لاس ته لوېدلې وي.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نجیب دانش ازادي راډیو ته وویل، هلمند ولایت کې یو شمېر پوستې د امنیتي ځواکونو او وسله‎والو مخالفینو له‎خوا لاس په لاس شوې وې خو دی ټینګار کوي چې دا پوستې بېرته د افغان امنیتي ځواکونو له‎خوا نیول شوي دي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند مرستیال نجیب دانش
د کورنیو چارو وزارت ویاند مرستیال نجیب دانش

ښاغلي دانش زیاته کړه:

"د هغو جګړو په دوام چې تر سره شوي، یوازې یو شمېر امنیتي پوستې لاس په لاس شوي، که دا پوستې موږ له لاسه هم ورکړي بېرته مو نیولی دی او هلته زموږ امنیتي کسان حضور لري او زه دا نه‌تائیدوم چې په هلمند ولایت کې زموږ اردو او پولیسو ۱۵۰ پوستې له لاسه ورکړې وِي او یا هم د دښمن په ولکه کې وي."

ښاغلی دانش وايي چې د پخوا په پرتله د هلمند امنیتي وضعیت ښه دی او کومه جدي ستونزه نه تر سترګو کېږي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې دوه ورځې وړاندې د هلمند والي حیات‌الله حیات له رسنیو سره په خبرو کې ویلي چی ۱۵۰ امنیتي پوستې د امنیتي ځواکونو له مقاومت پرته د وسله‎والو طالبانو لاس ته ورغلي دي.

د هلمند والي حیات الله حیات
د هلمند والي حیات الله حیات

ښاغلي حیات زیاته کړه:

"زموږ ۱۵۰ پوستې پولیسو او اردو پرېښودې چې په دې کې ۳۸ د اردو دي او پاتې يې د پولیسو دي، موږ ویل په مارجه، نادعلي او د لښکرګاه په ۴مه حوزه باباجي کې به عملیات کوو او تر هغه وروسته به د هلمند شمالي ولسوالیو ته ځو، لکه څو-څو ځله چې مې خلکو ته وویل وعده مې کړې وه، خو دوی ویل چې ته ځې که موږ، سیمې يې خوشې کړې او جګړه‌يې د لښکرګاه پولو ته راته راورسوله."

د ښاغلي حیات په خبره که په هغو کسانو چې پوستې یې په قصدي ډول پرېښي ثبوت پیدا شي نو څارنوالۍ ته به معرفي او قانوني چلند به ورسره وشي.

تر دې وړاندې کندز او ارزګان کې هم د امنیتي ځواکونو له‎خوا د ځینو امنیتي پوستو د خوشې کولو خبره شوې خو چارواکو ویلي چې امنیتي ځواکونو له پوستو نه تېښته نه بلکې تکتیکي شا تګ کړی دی.

د افغانستان دفاع وزارت هم وايي چې د هلمند په ولایت کې یو شمېر امنیتي پوستې د پوځي تکتیکونو له مخې پرېښودل شوې وې، خو د دې وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش ټینګار کوي چې دا پوستې بېرته نیول شوي دي.

دفاع وزارت ویاند مرستیال محمد رادمنش
دفاع وزارت ویاند مرستیال محمد رادمنش

ښاغلي رادمنش زیاته کړه:

"دا زموږ د تکتیکونو څخه دي او موږ په هلمند کې هېڅ کوم ځای له لاسه نه‌دی ورکړی، پوسته له یو ځای نه بل ځای ته په مؤقت ډول انتقالېږي، دا په دې معنی ده چې باید فرصتونه برابر کړو چې بیا دښمن ته یوه ضربه ورکړو او هغه سیمې چې مثلاً مؤقتاً د عسکري تکتیکونو پر اساس موږ پرېښي دي بېرته ونیسو."

د رادمنش په خبره که څه هم په هلمند کې د افغان امنیتي ځواکونو او وسله‎والو مخالفینو تر منځ نښته روانه ده خو وایي چې دوی په دی ولایت کې کومه سیمه له لاسه نه‌ده ورکړې او له هرې سیمې نه په ټینګه دفاع کوي.

راپور: ابراهیم صافی

XS
SM
MD
LG