د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳ مرغومی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۳

افغانستان کې د ۵۰ مېګا واټه ګازي برېښنا پر تولید پانګونه کېږي


د لومړي ځل لپاره خصوصي سکتور د ګازي برېښنا تولید لپاره په افغانستان کې د ۵۰ مېګا واټه ګازي برېښنا د تولید پر یوې پروژه پانګونه کوي.

د افغان حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وویل، د بلخ ولایت په مرکز مزارشریف کې به د ۵۰ مېګا واټه ګازي برېښنا د تولید دا لومړنۍ پروژه وي چې د بلخ او نورو شمالي ولایتونو شاوخوا یو میلیون اوسېدونکې به ځینې ګټه واخلي.

د دې پروژې تړون د پنجشنبې په ورځ د افغان حکومت اجرائیه رئیس په حضور کې د برېښنا وزارت، برېښنا شرکت، غضنفر ګروپ او نړیوال بانک د استازو تر منځ لاسلیک شو.

ښاغلي عبدالله دغه پروژه د هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره مهمه وبلله او د یادې پروژې په بشپړولو کې یې د حکومت د اړوندو ارګانونو په همکارۍ ټینګار وکړ.

عبدالله دغه پروژه د هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره مهمه وبلله
عبدالله دغه پروژه د هېواد د اقتصادي ودې او پراختیا لپاره مهمه وبلله

ښاغلی عبدالله وايي:

"حکومت کې مو له خپلو همکارانو تمه ده څرنګه چې دا یوه ښه بېلګه ده باید په پوره ځواک سره‌یې مرسته وکړئ او خصوصي سکتور ته چې زړه‌یې کړی او په دغسې مهمه پروژه کې یې پانګونه کړې، اضافي سرخوږی جوړ نه‌کړي، جمهور رئيس او زه په کلکه د دې پروژې ملاتړ کوو."

د اوبو او برېښنا وزارت چارواکو وویل، په دې پروژه به د خصوصي سکتور ۷۵ میلیونه ډالره ولګېږي او په یوه کال کې به بشپړه شي.

دا په داسې حال کې ده چې روانه اوونۍ د امریکا د نړیوالې پراختیایي ادارې په مرسته په دوبۍ کې د نړۍ د بېلابېلو هېوادونو د شاوخوا ۲۰۰ پانګه‎والو په ګډون یوه ناسته جوړه شوې وه څو د افغانستان د برېښنا د تولید ظرفیتونه وڅېړي او په دې برخه کې پانګونه وکړي.

د دوبۍ غونډه
د دوبۍ غونډه

د افغان چارواکو د معلوماتو له مخې د مزارشریف د ۵۰ مېګا واټه ګازي برېښنا د تولید په پروژه کې غضنفر ګروپ د مجموعي پانګې څه کم پنځوس فیصده پر غاړه اخیستې او پاتې یې د نړیوال بانک له‎خوا تمویلېږي.

افغانستان کې د نړیوال بانک رئیس رابرټ سام وویل، که څه هم د دې پروژې پلي کول زیاتې هڅې غواړي خو دوی د افغانستان د بنسټیزو پروژو له جوړولو سره د ژمنو په لړ کې، غواړي چې دغه مهمه پروژه د نړیوال بانک د یوې څانګې"ای، اېف، سي" په پانګونې سره پلې شي.

د اقتصادي چارو پوهان دغه پروژه مهمه ګڼي خو ټینګار کوي چې د دې پروژې د تولید ډېره برخه دې د کار موندنې په مقصد، صنعتي او تولیدي فابریکو ته ځانګړې شي.

د کابل پوهنتون استاد مسعود ازادي راډیو ته وویل:

"د برېښنا لویه ستونزه په وېش کې لرو، نه په تولید کې. موږ تولید په روښانه کولو لګوو. که د دې زیاته برخه تولید ته ورکړل شي، باور وکړئ په ۵ کلونو کې به تولید اضافه شي."

افغانستان اوس‌مهال ډېره برخه برېښنا له شمالي ګاونډیو هېوادونو څخه واردوي.

اجرائیه رئیس دا هم وویل چې دا به په هېواد کې د برېښنا تولید لومړۍ پروژه نه‌وي بلکې حکومت په هېواد کې د برېښنا د بندونو جوړولو ته پلانونه جوړ کړي او غواړي چې کورنۍ او بهرنۍ پانګې ورته جلب او په جوړولو یې کار پیل کړي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG