د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۱۴

چارواکي: دوبۍ غونډه افغانستان لپاره هیله بخښونکې وه


د امریکا د نړیوالو پراختیايي مرستو ادارې "یو، اِس، اې، ای، ډي" او د افغانستان حکومت، د دې هېواد د انرژۍ د سکټور په اړه دوه ورځنۍ غونډه چې په متحده عربي اماراتو کې وه بریالۍ وبلله.

په‎ دې نړیوال کنفرانس کې چې یکشنبه او دوشنبه په دوبۍ کې روان و، د منځني ختیځ، مرکزي اسیا، اروپايي هېوادونو او شمالي امریکا د هغو شرکتونو چې د انرژۍ په سکټور کې کار کوي، لږ تر لږه ۲۰۰ استازو برخه اخیستې وه.

د امریکا سفیر مایکل مککېنلي متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د انرژۍ په اړه نړیوالې غونډې ته وویل چې حکومت به‌یې د "یو، اِس، اې، ای، ډي" له لارې له افغانستان سره مرسته وکړي چې په خپله خاوره کې د انرژۍ له سرچینو د نوې کېدونکې انرژۍ یا "Renewable Energy" د رامنځته کولو لپاره کار واخلي.

د امریکا د سفیر په وینا، متحد عربي اماراتو کې د دوه ورځني کنفرانس هدف دا وو چې د افغانستان د حکومت استازي د هغو شرکتونو له مسؤلینو سره وګوري چې د انرژۍ په ارتباط د پانګونې نیت لري یا په ‎دې ارتباط کار کوي.

د هغه په وینا، افغانستان کې د نوې کېدونکې انرژۍ "Renewable Energy" رامنځته کېدل به په ‎دې هېواد کې د ثبات له ټینګېدو او د فقر له کمېدو سره مرسته وکړي.

دا ډول انرژي د کلیو پراختیا د کلیوالي تولیداتو د زیاتېدو او خصوصي سکټور د ودې لپاره هم مهمه ګڼل کېږي.

د نوي کېدو وړ انرژي له لمر، باد او د انرژۍ له نورو طبیعي منابعو څخه د برق تولید ته ویل کېږي.

متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د اوبو او انرژۍ وزیر علي احمد عثماني ویلي، افغان حکومت د نړیوالو سازمانونو په مرسته او د انرژۍ د تولید له پلوه د پرمختللو هېوادونو په همکارۍ، غواړي چې د انرژۍ د تولید او ودې ټکنالوژي پرمختللې کړي.

په‎ دې نړیوال کنفرانس کې افغانستان کې د انرژۍ د سکټور پر وروستیو پرمختګونو خبرې وشوې او د کندهار د ۱۰ مېګا ولټه سولر انرژۍ پر پروژه او د انرژۍ د خپلواکو تولیدوونکو "IPP" په اړه بحثونه هم په ‎کې شامل وو.

د افغانستان پلاوي په کنفرانس کې برخه‎والو ته د هغو امکاناتو په اړه چې په ‎دې هېواد کې د انرژۍ د تولید او تبدیل لپاره شته، معلومات ورکړل او هغوی ته‌یې ډاډ ورکړ چې افغانستان د پانګونې لپاره ښه مارکېټ دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو د نړیوالو اړیکو مشر اذرخش حافظي ازادي راډیو ته وویل چې په‎ دې هېواد کې د انرژۍ د تولید زیاتې منابع شته چې نړیوال په اسانۍ، پانګونه ورباندې کولای شي، خو د ښاغلي حافظي په وینا، دولت باید زمینه ورته برابره کړي.

د نړیوالو اړیکو مشر اذرخش حافظي
د نړیوالو اړیکو مشر اذرخش حافظي

اذرخش حافظي زیاته کړه:

"افغانستان کې د څه باندې ۳۰۰۰۰۰ مېګاواټه انرژۍ د تولید ظرفیت شته دی. که افغانستان اساسي صنایع جوړ کړي، نو زموږ په باور موږ خپله لږ تر لږه ۱۱۰۰۰ مېګاواټه انرژۍ ته اړتیا لرو، پاتې یې اضافي ده. خو په افغانستان کې د اداري فساد او ناامنۍ له امله څوک زړه نه ښه کوي چې دلته پانګونه وکړي. دولت ته په کار ده چې قانوني چلند وکړي او زمینه د پانګونې او کار او کورنیو او بهرنیو پانګه‎والو ته برابره کړي."

د امریکا د نړیوالو پراختیايي مرستو ادارې "یو، اِس، اې، ای، ډي" ویلي چې له ۲۰۰۲ میلادي کال راهیسې یې افغانستان کې لږ تر لږه ۱۷ میلیارده ډالر د پراختیايي پروژو پر بشپړولو لګولې دي.

دا د افغانستان لپاره د امریکا د ملکي مرستو تر ټولو ستر پروګرام دی چې د امریکا حکومت په همکارۍ فعالیت کوي.

متحده عربي اماراتو کې د افغانستان انرژۍ د سکټور په اړه په نړیوال کنفرانس کې د افغانستان برېښنا شرکت او د نوې کېدونکې انرژۍ "Renewable Energy" د نړیوال سازمان مشر هم ګدون درلود چې په افغانستان کې د انرژۍ د تولید، بدلولو او په ‎دې ارتباط د پانګونې پر امکاناتو يې خبرې وکړې.

XS
SM
MD
LG