د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۰۱

ګېلاني: وسله‌وال مخالفین دې، له حزب اسلامي الهام واخلي


له اوږد انتظار وروسته د افغان حکومت او ګلبدین حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي تر منځ د سولې هوکړه‎لیک لاسلیک شوه.

د سولې عالي شورا مشر پیر سید احمد ګېلاني د پنجشنبې په ورځ د هوکړې له لاسلیک وروسته وویل چې د حکومت او حزب اسلامي توافق په هېواد کې د سراسري سولې او ثبات د ټینګښت لپاره خورا نېک اقدام دی.

ښاغلي ګېلاني وویل، نورې وسله‎والې ډلې چې دا مهال له حکومت سره په مخالفت کې دي باید له حزب اسلامي څخه په الهام اخیستو د سولې له بهیر سره یوځای شي.

د سولې عالي شورا مشر پیر سید احمد ګېلاني
د سولې عالي شورا مشر پیر سید احمد ګېلاني

ګېلاني زیاته کړه:

"جنګ له ورانۍ پرته بل څه نه‌لري نو زه بیا له ټولو وسله‎والو مخالفینو څخه غواړم چې حزب اسلامي نمونه وګرځوي او هڅه وکړي چې د سولې له لارې خپلو موخو ته ورسېږي."

د افغان حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې هوکړه‌لیک د سولې د عالي شورا مشر پېر سید احمد ګېلاني، د دغه شورا مرستیال عطاالرحمان سلیم، د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر او د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر کریم امین او غیرت بهیر له لوري د پنجشنبې په ورځ په کابل کې لاسلیک شو.

د هوکړې تر لاسلیک وروسته د سولې عالي شورا مرستیالې حبیبې سرابي له لوري د دواړو لورو ګډه اعلامیه هم ولوستل شوه.

په ګډه اعلامیه کې دا راغلي چې دغه هوکړه‌لیک به د ولسمشر غني او ګلبدین حکمتیار له لاسلیک وروسته د پلي کېدو وړ وګرځي.

د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر امین کریم د حکومت او حزب اسلامي تر منځ د سولې هوکړه په هېواد کې د سراسري سولې ښه پیلامه وبلله.

ښاغلي کریم وویل چې حزب اسلامي به له دې وروسته له حکومت سره په ګډه په هېواد کې د دایمي او عادلانه سولې د ټینګېدو په برخه کې کار وکړي.

ښاغلي کریم همداراز وویل چې حزب اسلامي له هېڅ‌چا سره د ائتلاف او یا د کومې ډلې پر ضد هېواد ته نه‌دی راغلی.

د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر امین کریم
د حزب اسلامي د مرکچي پلاوي مشر امین کریم

ښاغلي کریم زیاته کړه:

"حزب اسلامي له هېڅ لوري سره د ائتلاف او یا هم د کومې ډلې پر ضد هېواد ته نه‌دی راغلی او ټول باید دا ډاډ ولري چې زموږ ملګرتیا او ورورولي له حق، قانون او عدالت څخه د دفاع پر اصولو ولاړ دي خو هر هغه څوک چې د حق خلاف په خلکو ظلم کوي موږ یې مخالف یو."

ښاغلي کریم وویل چې د حزب اسلامي هدف یوازې له افغان حکومت سره سولې ته رسېدل نه بلکې په هېواد کې د دایمي او عادلانه سولې ټینګېدل دي چې د دغه هدف لپاره به په ګډه کار وکړي.

په ورته وخت کې د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر بیا وايي چې له حزب اسلامي سره په شوې هوکړه کې د استقلال او ملي حاکمیت په برخه کې د خلکو د لاسته راوړنو پر خوندیتوب ټینګار شوی دی.

ښاغلي اتمر د سولې په هوکړه‎لیک کې هغه مهم اصول چې دواړو خواوو مراعت کړي داسې بیان کړل:

"دغه هوکړه‎لیک باید د اسلام د مبارک دین د احکامو او اعتقاداتو په رڼا کې شوی وای چې داسې شوی هم دی، په دې هوکړه‎لیک کې داسې ماده شته چې دواړه خواوې به د سولې ټول اړخونه د اساسي قانون په رعایتولو مخ ته بیايي، دواړه خواوې په دې مکلفې شوي چې د خلکو حقونو او ازادیو ته به پابند وي دغه هوکړه دواړه خواوو امضا کړې ده."

د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر
د ملي امنیت سلاکار محمد حنیف اتمر

ښاغلي اتمر همداراز وویل چې په دغې هوکړه‌لیک کې افغان حکومت هم ځیني مسؤلیتونه لري چې له لاسلیک وروسته‌یې باید عملي کړي.

پر حزب اسلامي د ټولو وضع شویو تحریمونو لیرې کول، د دغه حزب د مشر او نورو غړو د مصونه او با عزته راتګ لپاره د زمینې برابرول او په نظام کې د حزب اسلامي سیاسي مشارکت هغه مسؤلیتونه دي چې افغان حکومت‌یې باید ترسره کړي.

ښاغلي اتمر وویل چې د دغې هوکړې له مخې حزب اسلامي هم باید د ځینو اصولو پابند وي.

د هوکړه‌لیک له لاسلیک وروسته اوربند، د اساسي قانون مراعتول، له ټولو پوځي فعالیتونو څخه لاس اخیستنه، د پوځي تشکیلاتو له‎منځه وړل، له ترورېستي ډلو څخه د حزب اسلامي نه‌ملاتړ او له ټولو هغه وسله‎والو ډلو سره چې د حکومت مخالفې دي د اړیکو پرېکول هغه مسؤلیتونه دي چې حزب اسلامي یې باید عملي کړي.

راپور: محمد حدیث پردېس

XS
SM
MD
LG