د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۵۳

پاکستان څنډې ته کېدو په اړه د کابل چاپ ورځپاڼو تبصرې


کابل چاپ ورځپاڼو په خپل نننیو ګڼو کې د پاکستان د څنډې ته کېدلو او له افغانستانه د نړیوالې ټولنې د ملاتړ په اړه یو شمېر مطالب چاپ کړي دي.

ارمان ملي:

ارمان ملي خپلواکې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکلي دي، لکه څنګه چې لیدل کېږي پاکستان د ترهګرو له ملاتړه لاس نه اخلي.

په سرمقاله کې راغلي که څه هم یو شمېر امریکايي بنسټونو ظاهراً له دې امله چې د ترهګرو په وړاندې رېښتینې مبارزه وکړي پر پاکستان خپل فشارونه زیات کړي دي خو تراوسه داسې کومې نښې نه لیدل کېږي چې پاکستان دې په دې برخه کې په خپل سیاست کې بدلون راوستی وي.

په سرمقاله کې راغلي چې لاهم دغه هېواد ترهګر تمویل او تجهیزوي او د سیمې د ناامنولو هڅه کوي.

د سر مقاله لیکونکي په باور اړتیا ده چې افغان حکومت او نړیوال ملګري یې د پاکستان توره څېره نوره هم نړیوالو ته ور وپېژني چې دغه هېواد تر اوس زیات څنډې ته او د ترهګرو د ملاتړي هېواد په توګه وپېژندل شي.

انیس:

انیس دولتي ورځپانې بیا خپلې سرمقالې ته دا نوم ورکړی دی.

هغوی چې ترهګرو ته په خپله خاوره کې ځای ورکوي اخر به څنډې ته شي.

په سرمقاله کې راغلي چې د اسلام‎اباد په وړاندې د کابل د سټراتېژۍ بدلون په سیمه کې د دواړو هېوادونو اړیکې متفاوت حالت ته راوستي دي.

په سرمقاله کې راغلي چې له هنده د ولسمشرغني تر راتګ وروسته د افغانستان په وړاندې د پاکستان دریځ په ډیپلوماټیکه کچه منفي بدلون موندلی دی.

انیس لیکي دا دریځ اوس د ویاندویانو له کچې پورته د کلیدي وزیرانو په کچه دی او دوی پر افغانستان د پاکستان په وړاندې د عمومي افکارو د بدلون تور پورې کړی دی.

د سر مقاله لیکونکي په باور له افغانستانه د نړیوالې ټولنې ملاتړ او د پاکستان محکومول بې له شکه دغه هېواد څنډې ته کړی او اسلام‎اباد هڅه کوي چې د خپل بام واوره د نورو په بام واچوي.

سرنوشت:

سرنوشت خپلواکې ورځپانې بیا په خپل یو مطلب کې لیکلي چې د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي ویلي، نړیواله ټولنه له افغانستانه په پرخه اندازه ملاتړ کوي.

په مطلب کې وړاندې راغلي چې تادامیچي یماموتو د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله سره د لیدنې پر مهال ویلي چې نړیواله ټولنه به یوځل بیا له افغانستانه د بروکسل په ناسته کې خپل ملاتړ اعلان کړي.

په مطلب کې دغه شان ویل شوي چې یماموتو په افغانستان کې د ثبات په اړه د یاد سازمان د غړو هېوادونو او ملګرو ملتونو سازمان د پراخ ملاتړ خبره کړې ده.

XS
SM
MD
LG